CRI Online

په نوي اقتصاد کې نوی خوځنده قوت پيدا کيږي

cri     (GMT+08:00) 2019-04-08 19:03:08

نوی اقتصاد د هوښيارۍ پر بنسټ رامنځه ته شوی اقتصادي وضعيت دی چې پکې د نوښت له پوهې څخه کار اخيستل کيږي او د نوښت صنعت تر نورو صنعتونو مخکښ دی. تر دې وروسته چې د چين اقتصاد نوي عادي حالت ته داخل شوی، عنعنوي صنعتونه له دې ستونزو سره مخامخ شوی چې توليدي توان يې له بازاري تقاضا څخه زيات دی او يا د چاپيريال ساتنې له غوښتنې سره سمون نه لري، نو ځيني وروسته پاتې عنعنوي صنعتونه په تېرو څو وروستيو کالونو کې ګام په ګام د پرمختګ له صحنې څخه وتلي دي او يا د چين منځنيو او لويديځو سيمو ته انتقال شوي دي. د نوي اقتصاد پرمختګ د چيني اقتصاد پر پرمختيايي وضعيت ډېره اغېزه کړې.

بېجينګ چې د لرغوني ښار له بېجينګ څخه د سبک او ځانګړتيا د ساتلو تر څنګ يو لوی عصري ښار دی، د ښه کيفيت د پرمختګ په لور د پرمختيايي جوړښت د اصلاحاتو په حال کې دی. د بېجينګ ښار د پرمختګ او اصلاحاتو کمېټې مرستيالې ليو سو فانګ وويل،

((له تېرو دوو کلونو راهيسې له بېجينګ څخه د توليدي صنعت ۱۳۰۷ تصدۍ وتلې او ۵۰۰ کوچني بازارونه او د مالونو د زيرمې او ټرانسپورت مرکزونه منحل شوي دي، تر څو د ښه کيفيت او لوړې کچې د صنعتونو پرمختګ لپاره فضا برابره شي. په ۲۰۱۸ کال کې په بېجينګ کې د معلوماتي خدمت او تکنالوژيکي خدمت د نويو تصديو شمېر ۷۰ زره و چې په همدې کال يې د بېجينګ د تازه جوړ شويو تصديو ۴۰ سلنه برخه ونيوه. د ښار د اقتصادي پرمختګ ۶۰ سلنه اندازه د خدمتي چارو له امله ده. ))

د بېجينګ ښار په لوېديځ کې د E 9 د نوښت فابريکې په نوم د کلتور او تکنالوژۍ صنعتي سيمه پخوا د (( شوانګ چياو )) د لبنياتو توليدوونکې فابريکه وه، په ۲۰۱۲ کال کې د لبنياتو توليدوونکې فابريکه د بېجينګ څنډې ته انتقال شوه. په ۲۰۱۴ کال کې د يادې فابريکې په پخواني ځای کې نوموړې صنعتي سيمه جوړه شوې چې د کلتور او علمي تکنالوژۍ څه باندې ۸۰ تصدۍ پکې ميشتې دي.

په نوموړې صنعتي سيمه کې د (( جي او جو هه )) په نوم د لوړې تکنالوژۍ شرکت د لويو معلوماتو او مصنوعي ځيرکتيا ډګر په لارې د نژدې زرو تصديو لپاره خدمتونه برابروي. د دې شرکت اجرائيوي مشر څوی جينګ جينګ وويل، چې

(( په پولي خدمتونو کې مو د معلوماتو د څېړلو له تکنالوژۍ او د غږ او انځور پېژندلو په شمول د مصنوعي ځيرکتيا له تکنالوژۍ څخه استفاده کړې. په چين کې شاو خوا ۶۵ مليونه کوچني او ډېر کوچني شرکتونه شتون لري، زيات دغه شرکتونه د پيسو ملاتړ او پولي خدمتونه نه شي تر لاسه کولی. نو موږ د معلوماتو د څېړلو له لارې د دې شرکتونو حالت ارزولی او د دوی لپاره مناسب پولي خدمتونه برابرولی شوو. ))

د لويو معلوماتو د صنعت د پرمختګ په اړه د چين د صنعت او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت له خوا له يو خپور شوي راپور سره سم، په ۲۰۱۷ کال کې د چين د لويو معلوماتي صنايعو ارزښت ۴۷۰ مليارډه يوانه و چې د ۲۰۱۶ کال په پرتله ۳۰ سلنه زيات شوی و. اټکل کيږي چې په ۲۰۲۰ کال کې به د چين د لويو معلوماتو د صنايعو ارزښت زر مليارډو يوانو ته ورسيږي. په بېجينګ کې د E9د نوښت فابريکې په شان ځايونه زيات دي چې زړې فابريکې د کلتور او تکنالوژۍ په صنعتي سيمو بدلې شوې.

د بېجينګ د ښاروال مرستيال لين که چينګ وويل

(( په ۲۰۱۸ کال کې په جي ډي پي کې د نوی اقتصاد انډول ۳۳.۲ سلنه و، د لوړې تکنالوژۍ د توليدي صنعت د پرمختګ ارزښت، د الکترونيکي معلوماتي صنعت د پرمختګ ارزښت او د درملو توليدوونکي صنعت د پرمختګ ارزښت په جلا جلا توګه ۱۳.۹ سلنه، ۱۵.۲ سلنه او ۱۶.۳ سلنه زيات شوی و. د تاريخي کلتور د ساتنې او خپرونې تر څنګ دې د تکنالوژۍ او کلتور ترمنځ پيوستون وموندل شي. په بېجينګ کې د کلتوري نوښت ۳۳ صنعتي سيمې جوړې شوې، په ۲۰۱۸ کال کې د کلتوري صنعت عايدات له زر مليارډو څخه اوښتي وو.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای