CRI Online

چين او بريټانيا په ګډه د شنو پولي چارو د پرمختګ لپاره هڅې کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-04-09 14:44:06


د لندن د پولي سيمې مشر په مطبوعاتي غونډه کې د خبريالانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو په حال کې

د لندن د پولي سيمې څو ودانۍ

تېره مياشت ايټاليا د اوو سترو صنعتي هېوادونو د ګروپ لومړی داسې هېواد دی چې د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز په چوکاټ کې يې ګډون وکړ چې له امله يې په اروپا کې د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ پورې اړوند د پروژو پرمختيايي بهير پرمخ وړی دی. په دې برخه کې د چين د يو نژدې همکار په توګه بريټانيا نه يوازې د بنسټيزو تأسيساتو او سوداګرۍ په برخو کې له چين سره همکارۍ کړې بلکې په شنو پولي چارو کې د خپلو مخکښو ځانګړتياوو په کارولو سره د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو د پروژو پورې اړوند د چاپيريال مسئلو او ننګونو د لېرې کولو او په اړوندو پروژو کې يې د پانګونو د زرغونېدا لپاره هڅې کړې او کوي يې.

په لندن کې د پولي سيمې د شنو پولي چارو د وړانديز په نوم سازمان په ۲۰۱۶ کال کې جوړ شوی دی چې د کارونو مهم ټکی يې د دواملرونکو بنسټيزو تأسيساتو د جوړولو لپاره د لازياتو پيسو زياتوالی دی.د ۲۰۱۸ کال په دسمبر کې د چين د پولي چارو د علمي ټولنې د شنو پولي چارو ځانګړې کميټې او ياد سازمان په ګډه د يو کمربند او يوې لارې د شنو پانګونو اصول خپاره کړل او د يو کمربند او يوې لارې په وړانديز کې يې د ټيټ کاربون او دواملرونکي پرمختګ په هکله موضوعات زيات کړل تر څو د پانګونو چاپيريال د ساتلو او د ټولنيزو ننګونو د کنترول سويه لوړه شي او د يو کمربند او يوې لارې پورې اړوندې پانګونې شنې شي.

د ياد سازمان رئيس لارډ روګير ګيفورد چې د دغو اصولو د جوړولو په بهير کې يې ګډون کړی و، په خپلو خبرو کې دې ته په اشارې سره وويل چې يادو اصولو د پلي کېدو له څلورو مياشتو راهيسې نه يوازې د چين او بريټانيا ترمنځ د پولي همکاريز ميکانيزم لپاره يې غښتلی ځواک برابر کړی بلکې په شنو پولي چارو کې يې د دوه اړخيزې همکارۍ لپاره لارښوونکی رول هم لوبولی دی. هغه وويل: ټولو تصديو په رښتينې توګه د دوی د معاملو فرصتونو او ننګونو ته پاملرنه کوي. اوس مو د شنو پولي چارو د پرمختيايي فرصتونو په باب په زړه پورې بحثونه کړي چې موضوعات يې له اقليمي بدلون او د اقتصاد دواملرونکي پرمختګ سره تړاو لري.نو ځکه په ټولو صنايعو په تېره بيا د بيمې او په بانکي چارو کې مشران بايد په شنو پولي چارو کې د اوږدې مودې د پرمختګ لپاره پانګونه وکړي تر څو د اقليمي بدلون او چاپيريال په تړاو د مسئلو د شتون له امله د دوی پر غاړه د شته زياتو پورونو د اخيستلو له ننګونو سره مقابله وکړي.

د دې ترڅنګ هغه همدارنګه ويلي چې دغو اصولو نه يوازې د يو کمربند او يوې لارې تر چوکاټ لاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ د حکومتي همکارۍ لپاره د تګلارو بنسټيز او لارښوونکی اصول برابر کړي بلکې د اړوندو صنايعو او تصديو د پرمختګ لپاره يې ستر فرصتونه هم برابر کړي دي. هغه وويل: نو ځکه دا د حکومتونو او تصديو ترمنځ ګډې همکارۍ دي . دواړو خواوو په دې برخه کې ډېرې ګډې هڅې کړې او کوي يې. د خوشحالۍ وړ کار دا دی چې که موږ بريټانوي حکومت ته د تګلارو جوړولو په برخه کې ځيني ځانګړی وړانديزونه وکړو، نو اړوندې صنايع او چارې او پانګه وال به په شنو پولي چارو کې پرمختيايي فرصتونه پيدا کړي.

د يادو اصولو د خپرېدو لوري په توګه د لندن د پولي سيمې مشر پيټر ايسټلين وويل چې دغه سيمه د يو کمربند او يوې لارې له وړانديز څخه ټينګ ملاتړ کوي او غواړي چې د خپلو ځانګړتياوو په اتکا سره د يو کمربند او يوې لارې له ابادۍ څخه ملاتړ وکړي .د دې ترڅنګ هغه باور لري چې د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز أينده له هيلو څخه ډکه ده.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای