CRI Online

په افغانستان کې د امريکا هوايي اډې ته نږدې د موټر بم بريد له امله ۱۳ تنو ته مرګژوبله اړول شوې ده

cri     (GMT+08:00) 2019-04-09 16:29:32
په افغانستان کې د امريکا هوايي اډې ته نږدې د موټر بم بريد له امله ۱۳ تنو ته مرګژوبله اړول شوې ده

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې ميشتو ناټو ځواکونو د اپريل د اتمې نېټې په شپه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، په همدې ورځ د افغانستان په بګرام کې د امريکا هوايي اډې ته نږدې يوه موټر بم چاودنه وشوه چې له امله يې پنځه تنه ووژل او اته تنه نور ټپيان شول.

د اپريل د اتمې نېټې د سهار په پنځو بجو پنځه څلوېښتو دقيقو يوه ځانمرګي د موټر بم چاودنه وکړه . د دې بريد موخه هغه امري:ايي ځواکونه وو چې د بګرام هوايي اډې ته د ستنېدو په حال کې وو. په ياد بريد کې د امريکا درې تنه سرتيري او د يادو پوځيانو يو بهرنی قرارداري وژل شوي، درې تنه امريکايي سرتيري او پنځه تنه ځايي اوسېدونکي ټپيان شول.

طالبانو د دې بريد پړه پر غاړه اخيستې ده. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای