CRI Online

د چين او اروپا مشرانو په بروکسيل کې کتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-04-10 15:55:01
د چين او اروپا مشرانو په بروکسيل کې کتنه وکړه

د چين صدراعظم لي که چيانګ پر ځايي وخت د اپريل د ۹مې نېټې په ماسپښين په بروکسيل کې د اروپايي شورا له مشر ډونالډ توسک او د اروپايي ټولنې د اجرائيوي کمېټې له مشر جين کلاود جونکر سره د چين او اروپايي ټولنې د مشرانو د ۲۱مې کتنې مشري وکړه او د دې ناستې په پای کې د چين او اروپا د مشرانو د ۲۱مې کتنې ګډه اعلاميه يې خپره کړه. دواړو خواوو موافقه وکړه چې دوی به دا وهڅوي چې د چين او اروپا ترمنځ د پانګونې تړون په اړه خبرې اترې په روان کال کې کليدي برياليتوب تر لاسه کړي او په ۲۰۲۰ کال کې به يو لوړه سويه لرونکی تړون لاسليک شي.

صدراعظم لي که چيانګ په دغه کتنه کې وويل، چين تل له اروپا سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي د يادو اړيکو د لا ټينګښت لپاره له اروپا سره په ګډه کوښښونه وکړي. هغه وويل:

(( موافقه مو وکړه چې د نړۍ په اوسني پيچلي وضعيت کې، چين او اروپا د نړيوالې سولې د ساتلو او د نړيوالې سمسورتيا او پرمختګ د هڅولو لپاره د دواړو لويو ځواکونو په توګه، بايد خپلمنځي همکاري لا نږدې کړي. د دواړو خواوو ګډې ګټې د اختلافاتو په پرتله زياتې دي. موږ بايد خپلمنځي ګډې ګټې پراخې کړو او دغه راز اختلافات به مو کم شي او د دواړو خواوو خلک به ترې ګټې واخلي. ))

لي که چيانګ وويل، چين او اروپا په ياده کتنه کې ګډ نظر څرګند کړی چې بايد څواړخيز نظام وساتي، د م م په مرکزيت د نړيوالو قوانينو او نړيوالو اړيکو د بنسټيزو اصولو دې درناوی وکړي، د سوداګرۍ د ساتنې له غوښتنې سره دې مخالفت وکړي او د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د اصلاحاتو مسئلې په اړه به خپلمنځي همکاري پياوړې کړي. دواړو خواوو ژمنه وکړه چې د يو بل بازار ته د ننوتلو لپاره به لا پراخ، اسانه او له درنښت څخه ډک شرايط برابر کړي. هغه وويل:

((موږ ګډ نظر لرو بايد د چين او اروپا ترمنځ د پانګونې تړون په اړه د خبرو اترو بهير چټک کړو چې د روان کال په پای کې کليدي برياليتوب تر لاسه شي، دغه راز به موږ د راتلونکي کال تر پايه پورې يو لوړه سويه لرونکي تړون لاسليکولای شوو. دغه تړون به د دواړو خواوو د پانګه اچوونکو تصديو لپاره عادلانه رويه لري. ))

د چين او اروپا د ګډې اعلاميې له مخې، دواړو خواوو موافقه کړې ده چې په دوامداره توګه به د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې وړانديز او د اروپايي ټولنې او اسيا همکاريزې ستراتيژۍ وهڅوي، د اقليمي بدلون د مخنيوي او د پاکې انرژۍ په برخو کې به خپلمنځي همکارۍ لا نږدې کړي او د پارلس تړون به تطبيق کړي.

صدراعظم لي که چيانګ له ډونالډ توسک او کلاود جوکر سره تر کتنې وروسته په يوه ګډه خبري ناسته کې د چين او د منځنۍ او ختيځۍ اروپا د هېوادونو د مشرانو د اتمې کتنې مالومات معرفي کړل چې ژر به په کرواتيا کې ترسره شي.

د اروپايي ټولنې مشرانو وويل، اروپا غواړي له چين سره اړيکې لا ټينګې او همکارۍ لا نږدې کړي. اروپايي ټولنه په دغه کتنه کې تر لاسه شوې يو لړ مهمې ګډې نظريې ستايي او و يې ويل، اروپا غواړي له چين سره په ښه توګه دغه ګډې نظريې ښې تطبيق کړي چې د اروپا او چين په اړيکو کې به لا زيات برياليتوبونه تر لاسه شي. د اروپايي ټولنې د اجرائيوي کمېټې مشر جين کلاود جونکر وويل:

((په اوسنۍ نړۍ کې د اروپا او چين ترمنځ همکاريزې اړيکې بې سارې مهمې دي. موږ له ګډو ننګونو سره مخ يو او په عين وخت کې موږ ګډ نظر لرو چې زموږ ترمنځ د همکارۍ له امله به نړۍ لا پياوړې، خوندې او سمسوره وي.))

صدراعظم لي که چيانګ،ډونالډ توسک او کلاود جونکر تر کتنې وروسته په ګډه د انرژۍ او سيالۍ په برخو کې د چين او اروپا د څو همکاريزو تړونونو د لاسليک په مراسمو کې حاضر وو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای