CRI Online

نړيوال اقتصاد په حساس وخت کې دی او چين لا هم د نړيوال اقتصاد قوي خوځنده ځواک دی

cri     (GMT+08:00) 2019-04-11 17:01:48

د چين د دولتي شمېرنې ادارې د پنج شنبې په ورځ يعنې د اپريل په ۱۱مه نېټه يوه تازه شمېرنه خپره کړه. د دغې شمېرنې له مخې، په مارچ کې د چين CPI د فبرورۍ په پرتله صفر اعشاريه څلور سلنه ټيټ شوی او د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه اعشاريه درې سلنه لوړ شوی دی چې په متوسط حال کې و. په همدې مياشت کې د چين PPI د فبرورۍ په پرتله صفر اعشاريه يو سلنه لوړ شوی او د تېر کال د همدې مودې په پرتله صفر اعشاريه څلور سلنه لوړ شوی دی چې د لوړېدو په حال کې و. له دې مخکې د نړيوال پولي صندوق لخوا د نړيوال اقتصاد د وړاندوينې په تازه راپور کې په ۲۰۱۹م کال کې د چين د اقتصاد د زياتوالي د انډول وړاندوينه شپږ اعشاريه درې سلنې ته لوړه شوې او دغه وړاندوينه د جنورۍ په پرتله صفر اعشاريه يو سلنه لوړه شوې ده. په دې مناسبت چين په مهمو نړيوالو اقتصادي ځواکونو کې يوازېنی هېواد دی چې د اقتصاد د زياتوالي د انډول وړاندوينه لوړه شوې ده.

ياد پرمختګ د ستونزو په ليرې کولو سره تر سره شوی. د ياد صندوق د مشرې کريسټين لاګارډ او د دغه سازمان د لومړي اقتصادپوه ګيټا ګوپيناڅ د اټکل له مخې، اوس نړيوال اقتصاد په حساس وخت کې دی. په ياد راپور کې راغلي چې د نړيوال اقتصاد د زياتوالي د انډول وړاندوينه په ۲۰۱۹م کال کې د سوداګرۍ د شخړو، د پولي تګلارو، له اروپا څخه د بريټانيا د وتلو او د ځېنو سيمو د حالاتو د ناارامتيا له امله درې اعشاريه درې سلنې ته ټيټه شوې چې په جنورۍ کې دغه وړاندوينه درې اعشاريه پنځه سلنه وه. د دغه سازمان د اټکل له مخې به سږ کال په ټوله نړۍ کې په سلو کې د اويا اقتصادي ځواکونه د اقتصاد د زياتوالي سرعت له ورووالي سره مخامخ شي. په دې وخت کې د چين د CPI د ارامتيا او د PPI د زياتوالي څخه څرګندېږي چې په چين کې د اقتصاد د ارام او ثابت پرمختګ لپاره مثبت لاملونه د زياتېدو په حال کې دي، په تېره بيا د چين قوي کورنۍ اړتياوې د اقتصاد د پرمختګ لپاره مهم ځوځنده ځواک دی. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای