CRI Online

د پوهنې د ملکيت حق نړيوال سازمان هيله لري چې چين د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې له پرتو هېوادونو سره د پوهنې د ملکيت حق پورې اړوندې تجربې شريکې کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-04-12 15:17:30

د پوهنې د ملکيت حق د نړيوال سازمان عمومي مدير فرانسيس ګوري په دې وروستيو ورځو کې په ژنيو کې د چين د نړيوالې راډيو له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې د پوهنې د ملکيت حق د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په برخه کې ډېر مهم بنسټيز رول لوبوي. زمونږ سازمان په دې برخه کې فعاله برخه اخلي او هيله لري چې چين د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې له پرتو هېوادونو سره د پوهنې د ملکيت حق پورې اړوندې تجربې شريکې کړي او په دغو هېوادونو کې د پوهنې ملکيت حق د اړوندو چارو د پرمختګ او د اقتصادي سمسورتيا د پرمخبيولو لپاره هڅې وکړي.

ښاغلي فرانسيس کوري د م م په دننه کې د پوهنې ملکيت حقونو د ثبتولو او د نوښت د پرمخبيولو په هکله د مسلکي اورګانونو د مسئول په توګه د چين د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز په هکله خپل ځانګړي نظرونه لري. د ده په اندد دغه وړانديز د پاملرنې وړ برخه هڅول شوي همکاريزې لارې چارې دي. د پخوانيو سوداګريزو تړونونو او يا د سوداګرۍ د همکاريزو لارو چارو په پرتله په دغه وړانديز کې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د همکاريز توان پياوړتيا تائيد شوې ده او د دغه توان پياوړتيا د پوهنې له ملکيت حق سره تړاو لري. هغه وويل(اواز......)د مقرراتو سيستم او د بنسټيزو تأسيساتو له لحاظه د پوهنې د ملکيت حق د يو کمربنداو يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو د سوداګريز توان د پياوړتيا لپاره ستر رول لوبوي. نو ځکه د پوهنې د ملکيت حق نړيوال سازمان ډېر غواړي چې په دې وړانديز کې برخه واخلي. د چين له حکومت سره مو د تفاهم ليک لاسليک کړی او په چټکه توګه مو دوه اړخيزې همکارۍ پرمخبيولې دي.

ښاغلي فرانسيس ګوري په ۲۰۱۷ کال کې په بېجينګ کې د يو کمربند او يوې لارې په نوم د نړيوالې همکارۍ په لومړي لوړ پوړي فورم کې ګډون کړی و.د دغه فورم د يوې مهمې لاسته راوړنې په توګه هغه د چين د پوهنې ملکيت حق د دولتي ادارې له مشر شن چانګ يوو سره د يو کمربند او يوې لارې په اړه د پوهنې ملکيت حق په هکله د پوهنې ملکيت حق د نړيوال سازمان او د چين د حکومت ترمنځ همکاريز تړون لاسليک کړ چې دغه تړون په دې برخه کې د چين د حکومت او د نړيوال سازمان ترمنځ لومړی لاسليک شوی سند دی.

زمونږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې ښاغلي فرانسيس ګوري څو څو ځله د پوهنې ملکيت حق د ساتلو په برخه کې د چين ټينګه اراده او ډېرې هڅې وستايلې.د ده په اند چين د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې له پرتو هېوادونو سره د پوهنې ملکيت حق په اړه تجربې شريکې کولی شي او ور سره به په دغو هېوادونو کې د اړوندو چارو د پرمختګ او اقتصادي سمسورتيا د پرمخبيولو لپاره ګډې هلې ځلې وکړي. هغه وويل(اواز...........) لومړی چين کولی شي چې له دغو هېوادونو سره داسې تجربې شريکې کړي چې د چين مشرانو د ستراتيژۍ له لحاظه د پوهنې د ملکيت حق د ساتلو اهميت ته پاملرنه شوې وي. د چين مشرتابه نه يوازې په اوسني وخت بلکې په تېرو لسګونو کلونو کې يې تل په نوښت او اوسني اقتصاد کې د پوهنې د ملکيت حق تائيد کړی دی. زما په اند دغه تجربه د نورو هېوادونو لپاره د زده کړې وړ ده. دوهم د پوهنې د ملکيت حق مسئله د کرنې، صنايعو، خدمتي چارو او ډيجټلي اقتصاد په شمول له ټولو ساحو سره تړاو لري.د اقتصاد هره برخه د نوښت او تخنيکي توان له امله اغيزمنه شوې ده.چين په ټولو اقتصادي برخو کې د پوهنې د ملکيت حق اغيزو ته پاملرنه کوي چې دا يوه مهمه تجربه هم ده.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای