CRI Online

په افغانستان کې د سره صليب نړيوالې ټولنې او د روغتيا نړيوال سازمان فعاليتونه ودرېدل

cri     (GMT+08:00) 2019-04-14 16:45:51

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سره صليب نړيوالې ټولنې او د روغتيا نړيوال سازمان د طالبانو تر خبرداري وروسته په افغانستان کې خپل فعاليتونه وځنډول.

طالبانو د اپريل په ۱۲ مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د سره صليب نړيواله ټولنه او د روغتيا نړيوال سازمان د پخوانۍ ژمنې د نه تر سره کېدو له امله نشي کولی د دوی تر کنټرول لاندې سيمو کې فعاليتونه تر سره کړي.

د مالوماتو له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان ويلي چې د طالبانو دا ډول حرکت به په افغانستان کې کمزورو خلکو ته د روغتيايي خدمتونو رسولو باندې منفي اغېزه وکړي. د سره صليب نړيوالې ټولنې يو مامور وويل چې دوی اوس له طالبان سره خبرې اترې کوي تر څو مسئله حل شي او دوی خپل فعاليتونه بيا پيل کړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای