CRI Online

په تهران کې د چين په هکله د ايران لومړی څېړنيز مرکز جوړ شو

cri     (GMT+08:00) 2019-04-15 16:21:17
په تهران کې د چين په هکله د ايران لومړی څېړنيز مرکز جوړ شو

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران په پلازمينه تهران کې پر ځايي وخت د اپريل په ۱۴ مه نېټه "د چين په اړه څېړنيز مرکز" په رسمي توګه پرانيستل شو. دغه مرکز د چين د شانګهای د بهرنيو ژبو پوهنتون او د ايران د علامه طباطبايي پوهنتون لخوا په ګډه جوړ شوی او په ايران کې د چين په اړه لومړنی څېړنيز مرکز دی.

چين او ايران دواړه لرغونی هېوادونه دي او د خپلمنځي دوستانه تګ راتګ اوږد تاريخ لري. د شانګهای د بهرنيو ژبو د پوهنتون مرستيال جانګ فنګ د ياد مرکز په پرانيستونکو مراسمو کې د خپلې وينا پر مهال وويل چې دواړو پوهنتونونو د خپلمنځي علمي همکارۍ د پياوړتيا په موخه موافقه وکړه چې په خپلو پوهنتونونو کې به په جلاجلا توګه "د چين په اړه څېړنيز مرکز" او "د ايران په اړه څېړنيز مرکز" جوړ کړي او پدې سره به د دواړو هېوادونو خلکو ته د يو او بل کلتور وروپېژني او خپلو کارپوهانو ته به د علمي څېړنو او همکاريو زمينه برابره کړي. هغه وويل

((د ايران په علامه طباطبايي پوهنتون کې د چين په اړه د څېړنيز مرکز له جوړېدو څخه ښکاري چې دواړو خواوو د علمي تبادلې او همکارۍ په برخه کې يو کلک قدم پورته کړی. دا په ايران کې د چين په اړه لومړی څېړنيز مرکز دی، نو د چين او ايران تر منځ د کلتوري تبادلې په تاريخ کې ستر اهميت لري. دغه مرکز به د دواړو هېوادونو کارپوهان وهڅوي چې د دواړو هېوادونو د تېر او اوس په اړه علمي څېړنې وکړي، دغه راز به د دواړو خواوو ترمنځ تفاهم او پوهاوی ژور شي چې د ورېښمو د عصري لارې د ګډې جوړونې لپاره به د علمي ملاتړ زمينه برابره شي. ))

د ايران د علامه طباطبايي پوهنتون په ۱۹۵۷ کال کې جوړ شو او د بشر پوهنې، ټولنې پوهنې او اداري پوهنې په برخو کې ډېر شهرت لري. په ۲۰۱۳ کال کې په دغه پوهنتون کې د چين د ملي ژبې څانګه پرانيستل شوه. د دې پوهنتون مشر حسين سليمي زموږ خبريال ته وويل، "د چين په اړه د څېړنيز مرکز" په جوړېدو سره د چين او ايران ترمنځ د علمي همکارۍ لپاره زمينه برابر شوې ده او د دواړو هېوادونو د پوهنتونونو ترمنځ د تبادلې د پياوړتيا لپاره يو مهم ګام بلل کېږي. هغه وويل

((موږ پخوا هم له چين سره نږدې اړيکې درلودې، خو د دواړو هېوادونو د پوهنتونونو ترمنځ تبادله او همکاري د سياست او اقتصاد په برخو کې د تبادلې په شان دومره نږدې نه وه. په ايران کې د چين په اړه علمي څېړنې په وروستيو کلونو کې زيات پرمختګ نه دی کړی. موږ هيله لرو چې دغه مرکز به په ايران کې د چين په اړه علمي څېړنې او پرمختګ لپاره يوه زمينه برابره کړي او د ايران کارپوهان او محصلين به د چين په اړه لا زيات مالومات تر لاسه کړي او په راتلونکی کې به د چين او ايران د پوهنتونونو ترمنځ تبادلې او همکارۍ لا زياتې شي. ))

د ايران د علامه طباطبايي پوهنتون "د چين په اړه څېړنيز مرکز" مشر غلام علي چګيني زاده د خپلې وينا پر مهال وويل چې هغه له اوږدې مودې راهيسې د چين په اړه د څېړنيز مرکز د جوړولو هيله درلوده او اوس د ده هيله عملي شوې ده. هغه وويل د درېيو عواملو په نظر کې نيولو سره دغه مرکز جوړ شو.

(( لومړی، په تېرو پنځو کلونو کې د ايران حکومت د خپلو ډيپلوماتيکو ستراتېژيو د جوړولو پر مهال چين ته ډېره پاملرنه کړې، د دغه مرکز د جوړولو هدف حکومت ته د دغو ستراتېژيو د جوړولو په برخه کې مرستې برابرول دي. دويم، په نړيوال سياست کې نوي بدلونونه رامنځته شوي، نو د نړيوال سياست په اړه ټول علمي څېړونکي چين ته توجه کوي، نو موږ غواړو "د چين په اړه څېړنيز مرکز " د جوړولو له لارې د چين په اړه څېړنه پياوړې کړو. درېيم، اوس د لويديځې اسيا وضعيت د نوي بدلون په حال کې دی ، نو دې ته په پام سره بايد چين په دغه سيمه کې مهم رول ولوبوي او دا د نوموړي پوهنتون لخوا "د چين په اړه د څېړنيز مرکز " د جوړېدو يو بل لامل دی


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای