کله چې تاسو د چين د تيان جين ښار د بين های د جونګ ګوان څون په تکنالوژيکي مرکز کې د کالير په نوم د ربوټونو له توليدوونکي شرکت څخه ليدنه وکړئ، لومړی به د سيلانۍ لارښوونکی ربوټ وګورئ. دغه ربوټ چې نوم يې دی (( ميکا ))، تاسو ته خپل ځان معرفی کولی شي، ستاسو د هرکلي لپاره نڅا کولی شي او ستا پوښتنو ته ځوابونه ورکولی شي. د مصنوعي ځيرکتيا لرونکيو خدمتي ربوټونو څېړنه، توليد او خرڅلاو د نوموړي شرکت کار و بار دی، د (( ميکا )) په شان ربوټونه د دې شرکت مهم توليدات دي چې په عمده توګه له موزيمونو او نندارتونونو څخه د ليدنې د لارښوونې په چارو کې استعماليږي او له ټاکلو لارو سره سم د سيل د لارښوونې او ليدوونکو ته د اساسي معلوماتو د ورپېژندلو توان لري. دغه ربوټونه په بېجينګ، تيان جين او شانګهای کې کارول شوي دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |