CRI Online

د انټرنېټي اقتصاد څلورمه سرمشريزه غونډه په هانکانګ کې جوړه شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-04-16 11:33:42

د انټرنېټي اقتصاد څلورمه سرمشريزه غونډه چې عمده موضوع يې د ډيجيټلي اقتصاد له لارې د راتلونکي برابرول دي،د اپريل په پنځلسمه نېټه په هانکانګ کې پرانيستل شوه. د بېلا بېلو هېوادونو د انټرنېټي کارپوهانو،اړوندو مشرانو او حکومتي چارواکو په شمول څه باندې اوياوو تنو د پولي علومو او تخنيکونو، د مصنوعي ځيرکتيا، ځيرک توليد،انټرنېټي امنيت،د ګوانګ دونګ ولايت، هانکانګ او مکاو د خليج په لويه سيمه کې د نوښت د خوځنده ځواک په هکله د نظريو تبادله وکړه او په ګډه يې د ډيجيټلي انقلاب پر وړاندې د موجودو ننګونو او فرصتونو په باب بحث وکړ. څه باندې دوو زرو تنو په دې دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون کړی و.

د هانکانګ د ځانګړې اداري ناحيې مشرې لين جنګ يوو عه د دې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې وويل چې روان کال د انټرنېټ د رامنځته کېدو له پنځوسمې کاليزې سره برابر دی. په تېرو پنځوسو کلونو کې انټرنېټ له يوې داسې شبکې څخه چې پکې څو کمپيوترونه کارول کيدل، پر هغو علومو او تخنيکونو بدل شوی چې له دې کبله څو مليارډه کسانو او تجهيزاتو يو له بل سره اړيکې ټينګې کړې دي. اوس انټرنېټ د علومو او تخنيکونو د نوښت بنسټ دی او د کلاود کمپيوټينګ(cloud computing)،د ډېرو شمېرنو د شننې ،د مالونو د انټرنېټي شبکې،په پولي چارو کې د علومو او تخنيکونو، د سيمه ييزو ځنځيرونو او مصنوعي ځيرکتيا په شمول د علمي او تخنيکي پرمختګ کليدي برخه ده. په عين وخت کې انټرنېټ د سوداګرۍ، طب، ښوونې، دواملرونکي پرمختګ او د چاپيريال ساتنې په شمول بېلا بېلو چارو او ټولنو ته ډېر فرصتونه برابر کړي دي.

لين جنګ يوو عه په خپلو خبرو کې دې ته په اشارې سره وويل چې د ګوانګ دونګ ولايت، د هانکانګ او مکاو د خليج په پرته لويه سيمه کې د پرمختيايي پلان مرامنامه د روان کال په فبروري کې جوړه شوې چې له مخې به يې په نړۍ کې د علمي او تخنيکي نوښت په برخه کې د اغيزه لرونکي مرکز په توګه دغه سيمه اباده شي او هانکانګ به د مرکزي ښار په توګه خپل مهم رول ولوبوي.د دغې مرامنامې په خپرېدو سره په هانکانګ کې د علومو او تخنيکونو د نوښت او پرمختګ لپاره ډېر ښه فرصتونه برابر شوی دي.هغې باور وښود چې په دغه سيمه کې ټول امکانات شته دي او دغه سيمه د نړۍ په ختيځ کې د سيلکون په نوم دره به وګرځي. هغې وويل (اواز......) د هانکانګ د علومو او تخنيکونو نوښت او پرمختګ په تر ټولو ښې مرحلې کې دی .د ګوانګ دونګ، هانکانګ او مکاو په خليج کې دغې لويې سيمې چې نفوس يې اويا مليونه دی او د کورني توليد عمومي ارزښت يې شاوخوا شپاړلس سوه مليارډه امريکايي ډالرو ته رسيدلی ، نه يوازې د پرتو ښارونو بلکې د هانکانګ د اقتصادي پرمختګ او د ښاريانو د ژوند سويې د لوړوالي لپاره يې ډېر ستر فرصتونه برابر کړي دي.خو اوسنۍ پوښتنه دا ده چې څنګه دغه فرصتونه ونيسو؟

د چين د انټرنېټي معلوماتو د دولتي دفتر مرستيال يانګ شياو وي د غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې د چين د سترې برخې د انټرنېټي اقتصاد پرمختګ په باب معلومات وړاندې کړل. هغه وويل (اواز........) د اړوند اورګان د شمېرنې له مخې تېر کال د چين په ستره برخه کې د ډيجيټلي اقتصاد عمومي پيمانه يودېرش زره مليارډه يوانو ته رسيده چې دغه رقم د کورني توليد د عمومي ارزښت يوه په درېيمه برخه نيولې ده.په نوښت پورې د اړوندو توليداتو کارونه ډېر شوي او نوې چارې او موډلونه په پر له پسې توګه رامنځته شوي دي.د ځيرک توليداتو جوړول،د هغو ښارونو ابادول چې پکې نوی معلوماتي تخنيکونه کارول کيږي ، او شريکوونکي اقتصاد د پاملرنې وړ نوی ټکي ګرځيدلي دي.سربېره پردې د ځاني پرمختګ د چټکتيا ترڅنګ مو په فعاله توګه د ډيجيټلي اقتصاد د نړيوالې همکارۍ د پياوړتيا لپاره هڅې کړې او له نورو هېوادونو سره مو د اقتصادي پرمختګ ګټې شريکې کړې دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای