CRI Online

په بدليدونکې نړۍ کې د نړيوالو ننګونو او لايحو تر سرليک لاندې د کارپوهانو سمينار تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2019-04-17 16:59:23

د ټولې نړۍ اداره کول: په بدليدونکې نړۍ کې د نړيوالو ننګونو او لايحو تر سرليک لاندې د کارپوهانو سمينار د اپريل په شياړسمه نېټه د جرمني په کيل کې تر سره شو. دغه سمينار د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ او د جرمني په کيل کې د نړيوال اقتصاد د څيړنې انسټيټيوټ لخوا په ګډه جوړ شوی. د دواړو هېوادونو نژدې څلويښتو کارپوهانو د ټولې نړۍ پر وړاندې ننګونو سره په مقابله کې پر ساينس او تخنيکونو او نوښتونو، د يو کمربند او يوې لارې د چين او جرمني د رول له لحاظه او نړيوالې ادارې په هکله سلامشورې وکړې. د چين د ټولنېزو علومو اکاډمې مشر شي فو جان او د کيل د نړيوال اقتصاد څېړنيز د انسټيټيوټ رئيس ګابريل فيلبيرماير او اړوندو کارپوهانو په دغه سمينار کې ګډون وکړ.

ښاغلي شي فو جان د سمينار په پرانيستونکو مراسمو کې د خپلې وينا په ترڅ کې وويل، اوسمهال د مالوماتو او تخنيکونو په لارښوونه د ساينس او تخنيکونو د نوې دورې د نوښوتونو له امله يو نوی صنعتي انقلاب د رامنځته کېدلو په حال کې دی. مصنوعي ځيراکتيا، لويې شميرنې، بيلوژيکي تخنيک، د انرژۍ د نوي نسل تخنيکونه، د صنعتي انټرنيټ او G 5 په شمول مهم تخنيکونه د سوداګريز کيدو بهير پرمخبوزي او دا اټکل کيږي چې ټوله نړۍ د نوي صنعتي انقلاب زمانې ته ننوتلې ده. چين او جرمني په دې انقلاب کې د فرصتونو او ننګونو په وړاندې د مسئولو هېوادونو په توګه له خپل تفوق په استقادې سره يو له بل سره همکارۍ ټينګولی شي او د ټولۍ نړۍ د اړوندو مسئلو حلولو لپاره به لا ستر خدمتونه تر سره کړي. شي فو جان وويل چې چين او جرمني دواړه د ډيجټلي اقتصاد او مصنوعي ځيرکتياپه شمول برخه کې دواړه قوي تخنيکونه او توان لري. جرمني په دې ساحه کې د بنسټيزو څيړنو په برخه کې ټينګ توان لري او چين د دغو تخنيکونو د کارولو لوی بازار لري چې د بېلا بېلو سوداګريز نوښتونه منلی شي. اوسمهال چين په فعاله توګه د G 5، مصنوعی ځيرکتيا، صنعتي انټرنيټ، د توکيو انټرنيټ په شمول د نويو شکلونو د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ هڅونه کوي او د جرمني تصدۍ په دغو ساحو کې په ټوله نړۍ کې پرمختللي تخنيکونه او توليدات لري چې په چين کې د دغو ساحو په ابادۍ کې ګډون کولی شي او له چيني تصديو سره يو ځای د دغو چارو هڅونه کولی او د چين د اقتصاد د چټکې پرمختيا په ترڅ کې رامنځته شوې ګټې شريکولی شي.

د کيل د نړيوال اقتصاد د څېړنيز انسټيټيوټ اقتصادي کارپوه ماتسياس لوکي وويل، په ټوله نړۍ کې د کډوالو مسئلې په مستقيمه توګه نړيوال امنيت او ثبات ته ګواښ رسوي او دغه ستونزې به د اوږدې مودې لپاره موجود وي.نوموړي وايي، زه پوهېږم چې د کډوالو زيات منونکي هېوادونه د يو کمربند او يوې لارې په سيمه کې هېوادونه دي. نو د يو کمربند او يوې لارې وړانديز په دغو هېوادونو کې د کډوالو د ځای پر ځای کېدو او د ځايي اوسيدونکو د ژوند د ښه والي لپاره فعال رول لري. هغه وويل،د يو کمربند او يوې لارې وړانديز به د دغې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو د پرمختيا هڅونه وکړي. زيات شمېر کډوال له اوږدې مودې راهيسې د کډوالو په منونکو هېوادونو کې ژوند کوي چې په دغو هېوادونو کې بايد داسې کافي بنسټيز تاسيسات جوړ شي چې د کډوالو د ژوند اړتياوې پوره کړای شي. د بيلګې په توګه دوی بايد په مکتبونو کې د ښوونې فرصتونه ولري او ژوند د اړتياوړ لومړني توکې اوبه او برېښنا ولري. د يو کمربند او يوې لارې وړانديز به په دغو هېوادونو کې د اقتصاد پرمختيا پرمخبوزي او د کډوالو د ځای پر ځای کيدو او د ځايي اوسيدونکو د ژوند د ښه والي په برخه کې به فعال خدمتونه تر سره کړي. دا زموږ نړيوالې دندې او مسووليتونه دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای