CRI Online

په سينګاپور کې د چين د سوداګريز چاپيريال او د بهرنۍ پانګونې په هکله د نوي قانون په باب د معلوماتو وړاندې کولو غونډه تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-04-18 15:26:50

د سينګاپور د صنايعو او سوداګرۍ ګډې ټولنې د اپريل په اوولسمه نېټه په دغه هېواد کې د چين د سفارت تر ملاتړ لاندې د چين د سوداګريز چاپيريال او د بهرنۍ پانګونې د نوي قانون په باب معلوماتي غونډه تر سره کړه.په سينګاپور کې د چين د سفارت کارکوونکو د سينګاپور د سوداګريزې ټولنې استازو ته د چين د سوداګريز چاپيريال او د چين د ولسي جمهوريت د بهرنۍ پانګونې د هغه نوی قانون په باب معلومات وړاندې کړل چې د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په لومړۍ نيټه به په رسمي توګه نافذ شي.

ياد قانون د روان کال د مارچ په پنځلسمه نېټه د چين د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګرس په دوهمه غونډه کې تصويب شو چې دا د دوو ملي جرګو د کلنۍ غونډ‌ې په موده کې تر ټولو مهم او د پاملرنې وړ کار و. سينګاپور د چين ډېر مهم سوداګريز همکار ګڼل کيږي، نو دغه قانون د دې هېواد د بېلا بېلو ټولنو غبرګونونه راپارولي دي. په سينګاپور کې د چين سفارت د اقتصادي او سوداګريزو چارو د وزير په کچه اتاشې جونګ من اينګ په دې غونډه کې وويل چې د چين حکومت د اصلاحاتو او ورخلاصون په پيل کې د بهرنۍ پانګونې په هکله په وار سره دری قوانين خپاره کړل او د بهرنيو پانګوالو لپاره يې قانوني ضمانت برابر کړ.خو د اقتصادي حالت په بدلېدو سره ياد درې قوانين په نوې زمانه کې د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون له غوښتنې سره سمون نه لري.هغې وويل، د چين حکومت له ۲۰۱۰ کال څخه د يادو دريو قوانينو پر ځای د بهرنۍ پانګونې د هڅولو لپاره د يوه بنسټيز قانون په جوړولو لاس پورې کړ.د بهرنۍ پانګونې نوی قانون په دې برخه کې يو لارښوونکي قانون بلل کيږي او پکې چيني بازار ته د بهرنۍ پانګونې د داخلېدو، د بهرنۍ بانګونې د پرمخبيولو، ساتلو او ادارې په شمول ډېرو برخو کې د بنسټيز نظام چوکاټ او اصول ټاکل شوي دي.

جونګ من اينګ زياته کړه چې بهرنۍ پانګونه د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په څلوېښت کلن بهير کې د چين د اقتصادي پرمختګ لپاره ډېر مهم خدمتونه کړي دي.د سينګاپور تصديو تل په ژوره توګه د چين په پرمختيايي بهير کې برخه اخيستې ده.هغې دغو استازو ته وويل،سينګاپور له ۲۰۱۳ کال څخه د چين د بهرنۍ پانګونې تر ټولو لويه نوې سرچينه ده. په پانګونو کې د چين او سينګاپور ترمنځ همکارۍ د دواړو هېوادونو د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره مهم خدمتونه کړي دي. مونږد دې هر کلی کوو چې د سينګاپور تصدۍ د دغه قانون د پلي کولو له فرصت څخه په استفادې سره د چين حکومت له غوره شويو امتيازي تګلارو څخه ګټه اخلي او په چيني بازار کې خپلو پانګو ته دوام ور کوي.

رښتيا ده چې د سينګاپور تصدۍ هم د دغه قانون پلي کولو ته سترګې پر لاره دي.د کوربه خوا يعنې د سينګاپور د صنايعو او سوداګرۍ د ګډې ټولنې کارکوونکو خبريالانو ته وويل چې په دې غونډه کې د ګډون لپاره يوازې سل څوکۍ ځای پر ځای شوي وي،خو په اخر کې د ګډون کوونکو سوداګريزو استازو شمېر له دوو سوو څخه واوښت.د سينګاپور د صنايعو او سوداګرۍ ټولنې رئيس اس اس تيو وويل چې د سينګاپور د تصديو مشران د دغه نوي قانون او د چين د سوداګريز چاپيريال په باب له معلوماتو سره ډېره علاقه لري. هغه وويل،د بهرنۍ پانګونې قانون چې د چين له خوا تازه خپور شوی، او د ازادې سوداګرۍ تړون نوی شوی پروتوکول چې د تېر کال په نومبر مياشت کې د سينګاپور او چين له خوا په ګډه لاسليک شو او موخه يې د دوه اړخيزې سوداګرۍ د اسانتيا رامنځته کېدو د سويې لوړوالی دی، د سينګاپور پرسوداګريزې ټولنې موثره اغيزې کړې او د اهميت وړ دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای