د چين د شمېرنې رياست د اپريل په ۱۷مه نېټه يوه شمېره خپره کړه چې له مخې يې په لومړۍ ربعه کې د کورنيو توليداتو ارزښت 21343.3 مليارډه يوانو ته رسېدلی چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په نسبت 6.4سلنه زيات شوی او د زياتوالی سرعت يې د تېر کال د څلورمې ربعې په شان دی. په عين وخت کې د کار او استخدام، د توکو بيو او عايداتو په شمول اقتصادي معيارونه هم له اټکل څخه په ښه کچه کې دي. له دې څخه ښکاري چې سږ کال د چين اقتصاد يو ښه پيل لري او له دې امله نه يوازې د بازار باور پياوړی شوی، بلکې د ټول کال د اقتصادي پرمختګ لپاره يې د ټاکلې موخې د ترسره کولو لپاره ښه بنسټ ايښودلی دی.
په لومړۍ ربعه کې د چين اقتصاد درې ځانګړتياوې لري: لومړی، د ثابتې پرمختيا تمايل لا نور څرګند شوی. دوهم، د چين اقتصادي جوړښت لا ښه شوی دی. درېيم، د بازار باور لا نور پياوړی شوی دی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |