CRI Online

د ترکيې خارجه وزير پر ايران د امريکا د بنديز لګونې غندنه وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2019-04-18 15:17:19

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې خارجه وزير مېولوت کوسوګلو د اپريل په ۱۷مه نېټه پر ايران د امريکا د بنديز لګونې غندنه وکړه او څرګنده يې کړه چې ترکيه به له ايران سره خپله اقتصادي او سوداګريزه همکاري ژوره کړي.

نوموړي په همدې ورځ په انقره کې له خپل ايراني سيال سره تر کتنې وروسته په يوه ګډه خبري ناسته کې وويل چې پر ايران د امريکا بنديز لګونه ناسمه او له واقعيتونو څخه وتلې ده. ترکيه او ايران اوس په دې هڅه کې دی چې له امريکايي بنديز لګونې څخه ډډه وکړي.

د دې تر څنګ هغه د ايران د اسلامي انقلاب ساتندويه ځواک ترهګر بللو له امله پر امريکا نيوکه وکړه او و يې ويل: دا د امريکا ډېره يوه ناسمه پرېکړه وه چې نړيوال سيستم او نړيوال قانوني نظم ته به سخت زيانونه ورسېږي او سيمه ييزه سوله، ثبات او اقتصادي پرمختګ به هم ويجاړ کړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای