CRI Online

چيني چارواکی: باور من يو چې د پرمختګ ټاکلي موخې ته به ورسېږو.

cri     (GMT+08:00) 2019-04-18 16:27:35

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټې مطبوعاتي وياند د اپريل په ۱۸مه نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه چې د روان کال په لومړۍ ربع کې د چين اقتصادي حالت ثابت ښکاري او مثبت عوامل يې پر له پسې زيات شوي دي. خو د پرمختګ د خوځنده ځواک په پياوړتيا، د تګلارو رول په لوبولو او د بازاري باور په زياتوالي سره موږ پوره باور او امکانات لرو چې د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په اړه کلنۍ ټاکلي موخې ته به ورسېږو.

په دې وروستيو ورځو کې د چين حکومت لخوا د خپرو شويو شمېرو له مخې، د روان کال په لومړۍ ربع کې د چين د کورني توليد عمومي ارزښت يعنې GDP د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶.۴٪ زياتوالی موندلی او د استخدام، د توکو بيې، نړيوالو عايداتو او مصارفو او د بهرنيو اسعارو زيرمې په شمول د اقتصادي پرمختګ عمده او عمومي شاخص ټول په مناسبه اندازه کې ليدل کېږي، په تېره بيا په مارچ کې عمده اقتصادي شاخص په څرګند ډول بېرته لوړ شوی چې پايله يې د بازاري وړاندوينې نه لا هم ښه وه. د دې تر څنګ د چين اقتصادي جوړښت هم د ژور بدلون په حال کې دی چې نوي صنعتي چارې، عالي تخنيکي چارې او خدمتي چارې يې په چټکۍ زياتېږي او ښارونه او کليوالې سيمې په لا برابره او همغږۍ توګه ګډ پرمختګ کوي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای