CRI Online

چين له هغو کړنو سره مخالفت کوي چې د م م له اصولو څخه بهر پر نورو يواړخيز بنديزونه لګوي او له پولو څخه په تېرېدو د نورو په چارو کې مداخله کوي.

cri     (GMT+08:00) 2019-04-18 19:37:58

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د اپريل په ۱۸ مه نېټه د دغه وزارت په يوه خبري ناسته کې وويل، چې چين د هر هغه هېواد له ناسمو کړنو سره مخالفت کوي چې د م م له اصولو څخه بهر د خپلو قوانينو سره سم پر نورو هېوادونو يواړخيز بنديزونه لګوي او له پولو څخه په تېرېدو د نورو په چارو کې مداخله کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو اعلان کړی چې د مې له دويمې نېټې څخه به د "هيلمس بورټن اکټ " (Helms-Burton Act) قانون درېيمه ماده تطبيق کړي. د دغې مادې په تطبيق سره به هغه امريکايان چې سرمايې يې د کيوبا له انقلاب وروسته ضبط شوې، پر هغو بهرنيو شرکتونو او شخصيتونو ادعا کولی شي چې يادې ضبط شوې سرمايې يې په خپلې سوداګرۍ کې اچولې دي.

لو کانګ پدې اړه زياته کړه چې پر کيوبا د امريکا بنديزونه د دغه هېواد ټولنيزې او اقتصادي ودې او د خلکو ژوند ته زيات زيانونه رسولي دي. چين له امريکا څخه غواړي چې د م م له منشور او نړيوال قانون سره سم ژر تر ژره پر کيوبا خپل بنديزونه پای ته ورسوي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای