CRI Online

د چين د سوداګرۍ وزارت وياند : د چين او امريکا پر اقتصادي او سوداګريز تړون خبرې اترې نوی پرمختګونه لري

cri     (GMT+08:00) 2019-04-18 19:39:28

د چين د سوداګرۍ وزارت وياند ګاو فنګ د اپريل په ۱۸ مه نېټه په بېجينګ کې وويل چې پدې وروستيو ورځو کې د چين او امريکا د سوداګريز او اقتصادي تړون په اړه د دواړو خواوو ترمنځ خبرو اترو نوي پرمختګونه موندلي دي،خو ځيني کارونه لاهم پاتې دي،دواړه خواوې به له بېلابېلو اغېزمنو لارو چارو د پاتې کارونو د بشپړولو لپاره تماس وساتي.

ګاو فنګ وويل، اوسمهال د چين او امريکا اقتصادي او سوداګريز پلاوي په دقت سره د متقابل درناوي، مساوات او ګډو ګټو پر بنسټ د اړوندو ميکانيزمونو د پلي کولو په ګډون د خپلمنځي اقتصادي او سوداګريز تړون د محتوياتو په اړه خبرې اترې کوي، خو نوموړي د دغو خبرو اترو په اړه نور تفصيلات نه دي ورکړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای