د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د مسکو د کريملين ماڼۍ ويبپاڼې د اپريل په ۱۸مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د روسيې ولسمشر ولاډيمير پوټين او د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت مشر کيم جونګ اون به د سږ کال د اپريل تر پايه پورې سره کتنه وکړي.
په دغه اعلاميه کې راغلي چې کيم جونګ اون به د ولاډيمير پوټين په بلنه د اپريل په دوهمه نيمايي کې له روسيې څخه ليدنه وکړي، خو په دغه اعلاميه کې د يادې کتنې په اړه نور جزئيات نه دي په ډاګه شوي.
د معلوماتو له مخې، د روسيې خارجه وزير سيرګي لاوروف د ۲۰۱۸م کال د مې په مياشت کې له ډيموکراتيکې کوريا څخه د ليدنې په ترڅ کې دغه دولت ته د ولاډيمير پوټين يو پيغام وړاندې کړی و چې په دغه پيغام کې يې روسيې ته د کيم جونګ اون د سفر بلنه ورکړې وه.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |