CRI Online

دFATF سازمان لخوا په چين کې د پيسو مينځلو پرضد کارونه ومنل شول

cri     (GMT+08:00) 2019-04-19 09:41:34

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين ولسي بانک د اپريل په ۱۸مه نېټه خبر ورکړ چې د پولي عملياتو ځانګړی کاري ګروپ يعنې FATF څو ورځې مخکې يو راپور خپور کړ او په دغه راپور کې يې په تېرو څو کلونو کې د پيسو مينځلو پرضد د چين مثبت او فعال کارونه ومنل او په دې اند و چې په چين کې د پيسو مينځلو پرضد سيستم ښه بنسټ او زمينه لري.

د معلوماتو له مخې، FATF په نړۍ کې د حکومتونو ترمنځ د پيسو مينځلو او د ترهګرۍ په موخه د پيسو د راغونډولو پرضد ډېر اغيزمن سازمان دی او د پيسو مينځلو په اړه د نړيوال ميعار د جوړونې ارګان هم دی. چين په ۲۰۰۷م کال کې په رسمي توګه په دغه سازمان کې شامل شوی و. دغه سازمان په ۲۰۱۸م کال کې د نړيوال پولي صندوق ته سپارښتنه کړې ده چې په چين کې به د يو کلنې ارزونې لپاره يو نړيوال ګروپ جوړ کړي. د دغه سازمان د ۳۰مې دورې شورا په ۲مه عمومي غونډه کې په چين کې د پيسو مينځلو او د ترهګرۍ په موخه د پيسو د راغونډولو پرضد د ارزونې راپور تصويب شو.

په دغه راپور کې راغلي چې چين په څو کچو د پيسو مينځلو د ګواښ د ارزونې سيستم جوړ کړی او د پيسو مينځلو پرضد دولتي ستراتيژيکه تګلاره يې طرحه کړې ده. د دې ترڅنګ، په چين کې د وزارتونو ترمنځ د پيسو مينځلو پرضد د ګډو غونډو نظام په مؤثره توګه روانېږي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای