CRI Online

د افغانستان د پژواک خبري اژانس خبريال: د يو کمربند او يوې لارې ابادي به د سيمه ييزې سولې او ثبات د ساتلو لپاره ګتوره وي

cri     (GMT+08:00) 2019-04-19 10:27:31

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د افغانستان د پژواک اژانس خبريال پرويز کړوخيل څو ورځې مخکې په کابل کې څرګنده کړې چې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د فرهنګ، اقتصاد، ټولنې او سياست په برخو کې د مختلفو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ پياوړی کړی دی او کوي يې. دغه وړانديز به د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ متقابل سياسي باور ژور کړي، د دې سيمې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره به مثبت رول ولوبوي او د کاري فرصتونو د زياتوالي، د بې وزلۍ د له منځه وړلو او د پرمختګ د چټکتيا په برخو کې به له افغانستان سره مرسته وکړي.

ښاغلي پرويز کړوخيل په ۲۰۱۸م کال کې د افغانستان د عمده رسنيو د هئيت د غړي په توګه چين ته سفر کړی دی. هغه د چين نړيوالې راډيو له خبريالو سره د مرکې په ترڅ کې ويلي چې ټوله نړۍ اوس د ابرقدرتونو او تروريزم له ګواښونو سره مخامخ ده او له دې امله د ترهګرۍ ريښې په ځينو وروسته پاتې او فقيرو هېوادونو کې په سرعت سره غځېږي. په دغو هېوادونو کې ملي اقتصاد او اساسي تاسيساتو ته سخت زيانونه رسېدلي دي. يو کمربند او يوه لار د اړوندو هېوادونو په نښلولو سره د دغو هېوادونو د ثبات د ساتلو او د اقتصاد د پر له پسې پرمختګ لپاره ښه زمينه برابروي چې دا د سيمه ييزې سولې او ثبات د ساتلو لپاره هم ګټوره ده. له بلې خوا، مختلف هېوادونه به د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په رڼا کې د خپلو خلکو ژوند ښه کړي او تعيلمي سويه به لوړه کړي چې په دې توګه به د ترهګرۍ ريښې پرې شي.

د معلوماتو له مخې، د يو کمربند او يوې لارې په اړه به د نړيوالو همکاريو دوهم لوړ پوړی فورم د اپريل په درېيمه لسيزه کې تر سره شي. ښاغلي کړوخيل هيله څرګنده کړې چې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز ژر عملي شي، تر څو د افغانستان په شمول مختلفو هېوادونو ته د پرمختګ لا زيات فرصتونه وړاندې کړي. افغانستان هيله لري چې د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ پر بنسټ له نورو هېوادونو سره لا ښې همکارۍ وکړي او د يو بل د نمګرتياوو په پوره کولو سره ګډې ګټې ولټوي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای