د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روسيې حکومتي ويبپاڼې د اپريل په اتلسمه نېټه خبر ور کړ چې د دې هېواد صدراعظم دميتري مدويدوف په همدې ورځ د حکومت يو پرېکړه ليک لاسليک کړ چې له مخې به يې له همدې ورځې څخه اوکراين ته د نفتو او نفتي توليداتو صادرات منع کړي.
د دې پرېکړه ليک له مخې روسيې اوکراين ته د خپلو نفتو او نفتي توليداتو صادرول منع کړل. سربېره پردې د روان کال د جون له لومړۍ نيټې څخه د دې هېواد ځيني نفت، نفتي توليدات او سکاره يوازې په دې شرط کې اوکراين ته صادېدای شي چې د روسيې د اقتصادي پرمختګ د وزارت اجازه تر لاسه شي.دغه پرېکړه ليک له همدې ورځې څخه نافذ شوی دی.
دميتري مدويدوف په همدې ورځ خبري رسنيو ته وويل چې روسيه به اوکراين ته د نفتو او نفتي توليداتو د صادراتو پر ممنوعيت سربېره له اوکراين څخه د ماشينونو،د سپکو صنايعو د اړوندو توليداتو او فلزي محصولاتو په شمول د ځينو توليداتو وارول هم منع کړي.
د روسيې خبري رسنيو په دې وروستيو ورځو کې خبر ور کړ چې د اوکراين حکومت پرېکړه کړې چې له روسيې څخه د وارېدونکو توليداتو د ممنوعيت ليست پراخ کړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |