د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ليبيا د ملي يووالي حکومت د کورنيو چارو وزارت د اپريل په اتلسمه نېټه په يوه اعلاميه کې وويل، څرنګه چې فرانسوي حکومت د ليبيا په ختيځ کې د دې هېواد د ملي ګارد په نوم له وسله والو څخه ملاتړ کړی، نو د ملي يووالي حکومت پريکړه وکړه چې له فرانسې سره همکارۍ بندې کړي.
په دې اعلاميه کې راغلي چې د فرانسې حکومت د خليفه حفتر په مشرۍ له يادو وسله والو څخه ملاتړ کړی چې اوس د دې هېواد پر پلازمينې ترابليس باندې حملې کوي، نو د دې هېواد د ملي يووالي حکومت پرېکړه وکړه چېله فرانسې سره د امنيت او روزنې په برخه کې ټولې دوه اړخيزې همکارۍ بندې کړي.
د بل خبر له مخې د فرانسې حکومت په همدې ورځ په يوه اعلاميه کې دغه نيوکه رد کړه او ويې ويل چې د ليبيا د ملي يووالي له حکومت څخه د فرانسې د ملاتړ دريځ نه دی بدل شوی.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |