د سوداګرۍ نړيوال سازمان د اپريل په ۱۸مه نېټه د غنمو، وريجو او جوارو په شمول د چين د درېيو ډولونو کرنيزو توليداتو د وارداتو د ګمرکي تعرفو د سهميو د اداري تدبيرونو په مقابل کې د امريکا د هغې دعوا په اړه فيصله کړې ده چې د ۲۰۱۶م کال د دسمبر په مياشت کې دغه سازمان ته وړاندې شوې وه. په دغه فيصله کې راغلي چې د چين ځېني عملونه غير شفاف دي او په دغه سازمان کې د ګډون په وخت کې له جوړې شوې ژمنې څخه سرغړونه ده، خو دغې فيصلې د امريکا هغه عرض رد کړی چې چين بايد د سهميو جزئيات څرګند کړي.
چين تل پر دې ټينګار کوي چې د دغه سازمان له نورو غړيو سره سوداګريز جنجالونه دې د جنجالونو د حل په اړه د دغه سازمان د اړوند نظام په اتکا حل شي. له يوې خوا، د دغه سازمان غړي هېوادونه دې د خپلو ګټو او د سوداګرۍ د نړيوالو قواعدو د نفوذ د ساتلو لپاره فعاله دعوا وکړي، له بلې خوا، دغه هېوادونه دې د دغه سازمان د حکم او پريکړې درناوی وکړي او پلې يې کړي.
دې ته اشاره شوې چې دغه سازمان د چين او امريکا ترمنځ د کرنيزو توليداتو په اړه د يادې دعوا په باب فيصله کړې ده او له دې څخه د څواړخيزو سوداګريزو اصولو د ساتلو په برخه کې د دغه سازمان مهم رول څرګندېږي او نه د کومې خوا بريا څرګندېږي.
د دغه سازمان په اتکا جوړ شوی څواړخيز سوداګريز نظام د نړيوالو سوداګريو د پرمختګ او د نړيوال اقتصاد د پراختيا او ورخلاصون د پياوړتيا په برخو کې د ملا د تير حيثيت لري. د دې ترڅنګ، د جنجالونو د حل نظام په دغه سازمان کې د سوداګريزو جنجالونو د محکمې په توګه بلل کېږي او موخه يې دا ده چې د غړيو هېوادونو د حقوقو او دندو برابري به وساتل شي او د دغه سازمان اصول او قواعده به پلي شي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |