CRI Online

د "يو کمربند او يوې لارې "وړانديز د چين نوښت دی،خو په ګردې نړۍ پورې اړه لري

cri     (GMT+08:00) 2019-04-23 09:07:58

د چين رهبر شي جين پينګ په ۲۰۱۳ کال کې د" يو کمربند او يوې لارې" وړانديز وکړ. له نږدې شپږو کلونو راهيسې دغه وړانديز پلی کيږي او ۱۲۶ هېوادونو او ۲۹ نړيوالو سازمانونو له چين سره اړوند همکاريز تړونونه لاسليک کړي دي، د دې وړانديز پلويان ډېر دي چې په لويو وچو اسيا، افريقا، اروپا اوقيانوس او لاتيني امريکا کې هم لېدل کېږي.

څه باندې ۲۱۰۰ کاله دمخه، د چين د هان امپراطور استازي جانګ چيان له نورو ملکونو او سيمو سره د دوستانه اړيکو د ټينګولو په موخه دوه ځله منځنۍ اسيا ته سفر وکړ چې پدې سره يې د منځنۍ اسيا له بېلابېلو هېوادونو سره د چين دوستانه اړيکې ګام پر ګام ټينګې کړې او د ورېښمو لارې جوړولو ته چې ختيځ او لويديځ ، اروپا او اسيا سره يې نښلولي، لاره هواره کړه.

شي جين پينګ د ۲۰۱۳ کال په سپتمبر کې په قزاقستان کې په لومړي ځل د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربندد جوړولو طرحه وړاندې کړه. نوموړي په خپله وينا کې وويل، هغه هېوادونه چې بيل ملتونه، ديني عقيدې، او رنګارنګ کلتورونه لري، که پر يووالي او متقابل اعتماد، مساوات او ګډو ګټو، جامعيت او متقابلې زده کړې او ګډې همکارۍ ټينګار وکړي، نو له سولې او ګډې ودې څخه به ګټې ترلاسه کړي. موږ کولی شو چې په نويو ګډو همکاريو سره د ورېښمو لارې اقتصادي کمربند جوړ کړو.

شي جين پينګ د همدې کال په اکتوبر کې په اندونيزيا کې د يوويشتمې پېړۍ لپاره د ورېښمو سمندري لارې د جوړولو وړانديز وکړ. نوموړي وويل، جنوب ختيځه سيمه په لرغونې زمانې کې د ورېښمو سمندري لارې مهم محور و، چين غواړي له اسيان هېوادونو سره همکارۍ پياوړې کړي او په ګډه د يوويشتمې پېړۍ لپاره د ورېښمو سمندري لار جوړه کړي.

د" يو کمربند او يوې لارې" وړانديز نه يوازې له تاريخي تجربو څخه د الهام په اخيستلو ، بلکې د اوسنيو واقعيتونو په نظر کې نيولو سره هم رامنځته شوی دی. دغه وړانديز د شي جين پينګ لخوا وړاندې شوی او د نړيوالې اقتصادي همکارۍ اړوند دی او هدف يې دا دی چې د بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو له لارې د بېلابېلو خواوو پيوستون پياوړی او نړيوالې اقتصادي ودې ته نوی خوځنده ځواک ورکړی شي، او د نړيوالې اقتصادي همکارۍ لپاره نوې زمينه برابره شي. بېلابېلې خواوې بايد د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو په بهير کې پر دغو روحياتو يعنې سوله ييزې همکارۍ، پرانيستنې او جامعيت، متقابلې زده کړې او ګډو ګټو ټينګار وکړي، همدارنګه بايد پر دغو اصولو يعنې، ګډې سلامشورې، ګډې جوړونې او مشترکو ګټو ټينګار وکړي.

شي جين پينګ څو څو ځلې ويلي چې يو کمربند او يوه لار د کوم هېواد نه ، بلکې د ټولو دی او د بېلابېلو خواوو د ګډون هرکلی کوي. له دغه وړانديز څخه د چين هدف د خپل نفوذ لټول نه، بلکې د بېلابېلو هېوادونو د ګډ پرمختګ راوستل دي، دا هدف د چين د خپل باغ لپاره نه ، بلکې د بېلابېلو هېوادونو لپاره د يو مشترک باغ جوړول دي. چين هيله لري چې بېلابېل هېوادونه د دغه وړانديز د پلي کولو له لارې خپله ګډه هيله پوره کړي او ګډه سمسورتيا او ګډه وده ترلاسه کړي.

پدې وروستيو شپږو کلونو کې د يو کمربند او يوې لارې په اړه ډېرې پروژې پلې او بشپړې شوې دي، مثلاً د ګرېټ سټون(great stone) صنعتي پارک د جوړولو کارونه پيل شوي، ګوادار بندر فعال شوی، ځينې زراعتي همکاريزې پروژې ، د بنسټيزو تاسيساتو او د يو شمېر ازادو سوداګريزو سيمو د جوړولو کارونه هم پيل شوي دي. ‍

شي جين پينګ د ۲۰۱۸ کال په اګست کې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د وړاندې کېدو د پنځمې کاليزې په وياړ ناسته کې د خپلې وينا پر مهال وويل، چې د دغه وړانديز د پلي کولو کيفيت بايد لالوړ شي. څو ورځې وروسته به د يو کمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالې همکارۍ سرمشريز فورم په بېجينګ کې پرانيستل شي او د دغه وړانديز اړوندې همکارۍ به نوي پړاو ته داخلې شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای