CRI Online

تبصره: شي جين پينګ د امريکا د يوې ليسې زده کوونکو ليک ته ځواب ورکړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د راتلونکو دوستيو هڅونه کړې ده

cri     (GMT+08:00) 2019-04-22 18:04:57

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په تېرو څو ورځو کې د امريکا د ايلينويس ايالت د (شمالي نيلس) ليسې کابو د څلوېښتو زده کوونکو يو ليک ته ځوابي پيغام استولی او په دغه پيغام کې يې د دغو زده کوونکو لخوا د وړاندې شويو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي او د دغو زده کوونکو هڅونه يې کړې ده چې د چين او امريکا د خلکو ترمنځ د دوستۍ د ژورتيا لپاره خدمتونه وکړي.

دا د چين او امريکا ترمنځ د ملکي تګ راتګ د پياوړتيا په هکله يو ليک دی. د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ بنسټ ولسي تګ راتګ او درک دی. د مختلفو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ نهايي موخه د خپلو خلکو د ګټو پياوړتيا ده. که ملکي تګ راتګ ژور شي، د حکومتونو ترمنځ به د دوستانه اصولو لپاره ملکي بنسټ برابر شي او د هېوادونو ترمنځ به ثابتې او سالمې اړيکې ټينګې شي.

د چين او امريکا ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو له ۴۰ کلونو راهيسې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ملکي تګ راتګ زياتې نمونې رامنځته شوې دي. مثلاً، دواړو حکومتونو د پينګ پانګ لوبو په اتکا د دواړو هېوادونو ترمنځ ډيپلوماتيکې چارې پياوړې کړې، يو بل هېواد ته يې محصلين لېږلي، د NBA د مشهورو لوبغاړو په شمول د امريکا مشهور سپورټي لوبغاړي د چين لومړيو او منځنيو مکتبونو ته تللي، د کنفوسيوس پوهنځي امريکايانو ته چينايي ژبه او چيني کولتور ورزده کړی او داسې نور. چين او امريکا د ښوونې، ساينس او تخنيک، کولتور، روغتيا، سپورټ او ځايونو په برخو کې يو له بل سره ژورې تبادلې کړې دي او کوي يې چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو لپاره د سريښ په شان رول لوبوي.

شي جين پينګ پر دې ټينګار کړی و چې بشري او کولتوري تګ راتګ د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو بنسټ دی او له ځوانانو څخه يې غوښتنه کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستيو د ژورتيا لپاره خدمتونه وکړي. مخکې تردې يې له امريکا څخه د ده د ليدنې په ترڅ کې له ځايي منځني ښوونځي څخه هم ليدنه کړې وه او امريکايي زده کوونکو  ته يې بلنې ورکړې چې چين ته سفرونه وکړي. نو دا ځل د امريکايي زده کوونکو ليک ته په ځوابي پيغام کې يې ليکلي چې ځوانان د چين او امريکا ترمنځ د دوستيو راتلونکي دي. له دې څخه څرګندېږي چې هغه د چين او امريکا ترمنځ دوستانه راتلونکي او د دواړو هېوادونو د خلکو ګټو ته په ډېره درنه سترګه ګوري.

(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای