CRI Online

تبصره: د چين بحري پوځ به د سمندري ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره خپل کوښښ ته دوام ورکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-04-23 20:55:44

د اپريل ۲۳مه نېټه د چين د بحري پوځ د جوړېدو د ۷۰مې کليزې له ورځې سره برابره وه. د چين د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ په همدې ورځ په چينګ داو ښار کې د چين د سمندري پوځ د جوړېدو د ۷۰مې کليزې د لمانځنې په فعاليت کې د ګډون کوونکو بهرنيو پوځي پلاويو له مشرانو سره وکتل، د چيني بحري پوځ د بېړيو او الوتکو او د يو شمېر بهرنيوهېوادونو د پوځي بېړيو د ډلې پرېډ يې وکوت او په لومړي ځل يې د سمندري ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ غوښتنه وکړه چې د چين د بحري پوځ د پرمختګ او د چين او بهرنيو هېوادونو ترمنځ د سمندري تګ راتګ او همکارۍ لپاره يې ښه رهنمايي کړې.

د چين د بحري پوځ ياد رسم ګذشت په چينګ داو او شا خوا سمندري او هوايي ناحيه کې تر سره شو چې د (( لياو نينګ )) په نوم د چين لومړنۍ الوتکې وړونکې بېړۍ، نوی اټومي اوبتل او نويو جنګي بېړيو او جنګي الوتکو په شمول ۳۲ پوځي بېړيو او ۳۹ جنګي الوتکو پکې ګډون درلود. په دې رسم ګذشت کې د چيني بحري پوځ د عصري کېدو برياليتوبونه نندارې ته وړاندې شوي او د چيني بحري پوځ د لوړې کچې ورخلاصون او پر ځان باور څرګند شوی دی.

دغه سمدري پوځي رسم ګذشت هم د چين په پوځي ديپلوماسۍ کې مهم مراسم دي. د روسيې، تايلند، ويتنام او هند په شمول د څه باندې ۱۰ هېوادونو نژدې ۲۰ پوځي بېړيو هم په دغه سمندري پرېډ کې برخه درلوده.د بېلا بېلو هېوادونو د سمندري ځواکونو له ګډون څخه د سولې ساتنې او پرمختګ موندلو په اړه د دوی هوډ ښکاره شوی دی.

د چين بحري پوځ له تېرو ۷۰ کلونو راهيسې د نړيوالو سمندري لارو د امنيت تامينولو، د ښه سمندري نظام ساتلو او سمندري طبي مرستو لپاره ډېر خدمتونه کړي دي. د چين سمندري پوځ د ۶۶۰۰ چيني او بهرنيو بېړيو سفرونه تامين کړي. د سوله ييزې کښتۍ په نوم د چيني بحري پوځ طبي بيړۍ له تېرو ۱۰ کلونو راهيسې په ۴۳ هېوادونو او سيمو کې تر ۲۳۰ زرو تنو زيات ځايي کسان درملنه کړې.

شي جين پينګ له بهرنيو سمندري پوځي پلاويو سره د کتنې په ترڅ کې وويل، چې د چين بحري سمندري پوځ به د بېلا بېلو هېوادونو له بحري پوځونو سره د سمندري سولې او ارامتيا د ساتنې، د سمندري پرمختګ او سمسورتيا او د سمندري ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره کوښښونه وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای