CRI Online

په ۵ سترو تدبيرونو سره به د چين ورخلاصون لا لوړې سويې ته پورته شي.

cri     (GMT+08:00) 2019-04-27 11:33:58

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په ۲۷مه نېټه په بېجينګ کې د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ د دوهم سرمشريز فورم په پرانيستونکو مراسمو کې يوه کليدي وينا وکړه. هغه په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې د يو کمربند او يوې لارې ګډه ابادي به د باکيفيته پرمختګ پر لور پر له پسې ګامونه پورته کړي. د دې تر څنګ نوموړي لا لوړې سويې ته د رسېدو لپاره د چين د ورخلاصون د پرمخبيولو په موخه ۵ مهم تدبيرونه هم اعلان کړل. دا يوه نښه ده چې يو لا ورخلاصي چين به نه يوازې د يو کمربند او يوې لارې ابادۍ ته باکيفيته پرمختګ ورکړي، بلکې د نړيوال اقتصاد د زياتوالي او د نړيوال اداري سيستم د بشپړتيا لپاره به هم نوي فرصتونه برابر کړي. د يو کمربند او يوې لارې باکيفيته پرمختګ نه يوازې د نړيوال اقتصاد د زغمونکي پرمختګ واقعي اړتيا ده، بلکې د باکيفيته پرمختګ مرحلې ته د چيني اقتصاد د ننوتلو لپاره هم ضروري ده.

لومړی تدبير په لا زياتو ساحو کې بهرنيو پانګونو ته د ننوتلو اجازه ورکول دي. شي جين پينګ په دې اړه اعلان وکړ، چين به د بهرنيو پانګونو منفي ليست لنډولو ته دوام ورکړي، د چين معاصرې خدمتي، توليدي او کرنيزې چارې به خپلې دروازې د بهرنيو پانګونو پر مخ په پوره توګه خلاصې کړي او په لا زياتو ساحو کې به بهرنيو پانګونو ته د اسهامو کنټرولولو او په خپله د اداري چارو د تر سره کولو اجازه ورکړي.

دوهم تدبير په لا زيات قوت سره د پوهې تمليکي حق په ساتلو کې د نړيوالې همکارۍ پياوړتيا ده. شي جين پينګ په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې چين به په پوره توګه د پوهې تمليکي حق د ساتلو قانوني سيستم بشپړ کړي، د پوهې تمليکي حق لرونکو بهرنيانو د قانوني حقونو ساتنې ته به زور ورکړي، د تخنيکونو اجباري لېږد مخنيوی به وکړي او د پوهې پر تمليکي حق تېري کوونکو ته به قانوني سزاوې ورکړي.

درېيم تدبير تر لا زياتې اندازې پورې د مادي او خدمتي وارداتو زياتول دي. شي جين پينګ په خپله وينا کې ژمنه وکړه چې چين به خپل ګمرکي تعرفه لا پسې کمه کړي، د سوداګرۍ خنډونه به ليرې کړي او له بهر نه به لا زيات غوره کرنيز توکي، توليدات او خدمتونه وارد کړي.

څلورم تدبير د عمومي اقتصادي پاليسيو د نړيوالې همغږۍ پياوړتيا ده. شي جين پينګ دغه خبره بيا تکرار کړه چې چين به د نړۍ له نورو عمده اقتصادونو سره د عمومي تګلارو همغږي پياوړې کړي، نورو ته د زيان رسولو لپاره به د خپلو پيسو ارزښت ټيټ نه کړي او د سوداګرۍ د نړيوال سازمان له اصلاحاتو څخه به ملاتړ او پکې فعال ګډون وکړي.

پنځهم تدبير د ورخلاصون تګلارو تطبيق ته د لا زياتې پاملرنې ورکول دي. شي جين پينګ په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ چې چين له نورو هېوادونو سره د خپلو لاسليک شويو څواړخيزو يا دوه اړخيزو سوداګريزو تړونونو تطبيق ته په درنه سترګه ګوري ، د نړيوالو تړونونو د پلې کولو ميکانيزم به جوړ کړي او اړوند قوانين به تعديل يا بشپړ کړي. له دې څخه يو ځل بيا ښکاري چې چين د ورخلاصون د پياوړتيا لپاره نه يوازې اغېزمنې تګلارې او ويناوې وړاندې کوي، بلکې د دغو تدبيرونو د پلې کولو اراده او وړتيا لري.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای