CRI Online

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزير له خبريالانو سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2019-04-27 20:38:18

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزير او په بانکي او مالي چارو کې د ولسمشر سلاکار اجمل احمدي، د چين ولسي جمهوريت په پلازمينه بېجينګ کې د يو کمربند يوې لارې، د نړيوالو همکاريو په دويمه لوړ پوړې غونډه کې د افغان پلاوي په مشرۍ برخه اخيستې وه، نن د شنبې په ورځ يې د چين نړيوالې راډيو پښتو څانګې له خبريالانو نقيب الله مل، غوټۍ او مينه سره د مرکې په ترڅ کې په دې اړه وويل، د يو کمربند يوې لارې د نړيوالو همکاريو په ياده غونډه کې زموږ د ګډون او برخې اخيستنې موخه دا ده چې د نورو هېوادونو سره زيات وصل شو، د سيمې او نړۍ سره مو اړيکې پراخې شي، او موږ په دې برخه کې غواړو هغه پلانونه او تګلارې چې د افغانستان حکومت يې جوړوي او غواړي چې پرمخ يې بوزي د نورو دوستو هېوادونو سره په ګډې همغږۍ کې عملي کړو او ورته پرمختګ ورکړو، موږ په دې سلسله کې لومړی د هوايي دهليز پروګرام شروع کړ، د هغه په اساس وروسته موږ وکولای شول له پنځوسو پروازونو څخه زيات يو زرو شپږ سوه ټنه څخه ډېر جلغوزي چين ته صادر کړو. دې کار زموږ لپاره ډيره ښه نتيجه درلوده، موږ هيله لرو، چې سږ کال دا اندازه څو برابره نوره زياته کړو.

دويم، موږ په همدې سلسله کې څو نور پروګرامونه هم لرو چې ځمکنی دهليز هم جوړ کړو د مرکزي اسيا له هېوادونو سره او له لارې مو يې صادرات د يو ترکي هوايي ترانسپورټي شرکت په وسيله د ترکمنستان، اذربايجان او جورجيا ته شروع کړي دي. موږ يو بل پروګرام هم لرو چې په مټ به يې زياتره صادرات ولرو د اذربايجان هېواد ته، چې دا کار هم هيله ده ښه نتيجه به ورکړي. درېيم، موږ غواړو چې د نورو هېوادونو له بېلابېلو سوداګريزو بندرونو سره وصل شو، د کراچي بندر، بندر عباس او چابهار سره، دا ټول د دې ښکارندويي کوي که چېرې موږ دا ټول پروګرامونه په ښه توګه مخ په وړاندې بوزو او د چين د يو کمربند او يوې لارې سره د چين سره په ګډو همکاريو يې عملي کړو، موږ کولای شو ټوله مرکزي اسيا سره ونښلوو، د دې نتيجه او لاس ته راوړنه د افغانستان لپاره او هم د سيمې لپاره ډيره ستره او مهمه ده.

د افغانستان د سوداګرۍ صنعت وزير اجمل احمدي د افغانستان د اوسني سوداګريز حالت په اړه وويل، د افغانستان او چين سوداګريزه اندازه تقريبا يو ميليارد ډالره شا وخوا ده او اکثريت د دې واردات دي له چين څخه، په ۱۳۹۶ لمريز کال کې مو يوازې لس ميليون په اندازه صادرات کړي وو، له نېکمرغه زموږ دا صادرات اوس دری برابره لوړ شوي دي يعنې له لس ميليون څخه مو ۲۹ميليون ته لوړ کړي دي يعنې دری برابره زيات مو په ۱۳۹۷ لمريز کال کې صادرت ډير کړي دي، دا زموږ لپاره يوه ډيره ښه خبره ده او زموږ د کارونو ښه نتيجه ده او هيله مندي مو دا ده چې سږ ۱۳۹۸ کال به هم دا صادرات درې برابره نور هم لوړ کړو.

که په دې ځای کې وګورو دا اندازه که څه هم د چين لپاره ډيره کمه ده ځکه چين په نړۍ کې يو له سترو هيوادونو له ډلې څخه دی او د چين لپاره لس ميليونه يا ديرش ميليونه ډير کم دي، مګر د افغانستان لپاره دا ستره نتيجه او لوړه اندازه ده، له دې امله موږ هيله مند يو چې د افغانستان او چين ترمنځ سوداګريز وضعيت نور هم غښتلی او پياوړی شي په راتلونکو څو کلونو کې.

دويم، د يو کمربند او يوې لارې پروژې په برخه کې لکه څرنګه مو چې مخکې هغه اندازه ياده کړه، پخپله د افغانستان حکومت په دې اړه ځانګړي پروګرامونه لري او په راتلونکي کې به د څو نورو مشخصو پلانونو په اړه خبرې او بحثونه وکړو، په دې برخه کې موږ ځينې کارونه ترسره کړي هم دي، لکه د پنځو هېوادونو تر منځ ګډ د ريل کرښې، چې د دې په اړه خبرې کوو له ازبکستان، قزاقستان، چين او له نورو هېوادونو سره په دې برخه کې هيله مند يو که په دې برخه کې ښه مخ ته ولاړ شو، کولای شو د چين سره په ګډه ځينې کارونه ترسره کړو، د يو سرک او يوې لارې پروژه څو کلونه کيږي چې شروع شوې ده په لنډه موده کې يې کارونه ښه مديريت او پر مخ بېول شوي دي، او دا يوه اوږد مهاله پروژه ده او زموږ لپاره د وصل کېدلو ښه فرصت دی، له دې امله موږ ډير هيله مند يو چې موږ هم ژر د دې پروژې مهمه برخه او د دې لارې د وصل د پام وړ برخه وګرځو.

د چين او افغانستان تر منځ د نوري فايبر د وصل کولو په اړه هم پروګرام لرو او په دې برخه باندې مو ګډو کارونو ښه پرمختګ کړی دی، او همدارنګه د ترانسپورټی دهليز په اړه هم فکر کوو که څه هم زما په نظر دا يو اوږد مهاله پروګرم دی، خو لنډمهالي پروګرامونه هم لرو، لکه د سولر لمريزې برېښنا توليد پروژې، په دې مو خبرې د چين دوست هېواد سره ترسره کړې او ګټورې ناستې مو کړې دي او نتيجه به يې ان شاء الله موږ ټول ژر ووينو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای