CRI Online

د بېجينګ د ۲۰۱۹ کال باغوانۍ نړيوال نندارتون پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2019-04-30 15:30:55
د بېجينګ د ۲۰۱۹ کال باغوانۍ نړيوال نندارتون پرانيستل شو

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د بېجينګ د ۲۰۱۹ کال باغوانۍ نړيوال نندارتون د اپريل په ۲۸مه نېټه پرانيستل شو. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دې نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او مهمه وينا وکړه. هغه پر دې يټنګار وکړ چې چين غواړي د يوې ښکلې نړۍ او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره له بېلا بېلو هېوادونو سره يو ځای کوښښونه وکړي.

د اپريل د ۲۸مې نېټې په شپه، د بېجينګ د باغوانۍ نړيوال نندارتون په سيمه کې ځلانده او رنګين څراغونه ځای پر ځای شوی و او د (ګوی ژوی) په نوم تياتر د يو لوی رنګين شاپرک بڼه خپله کړې وه. رئيس شي جين پينګ د دې نړيوال نندارتون په پرانيسیتونکو مراسمو کې وويل

((د بېجينګ د باغوانۍ نړيوال نندارتون نوم شين چاپېريال او ښکلی کور دی. د دې نندارتون د ترسره کېدو موخه د طبعيت احترام، له طبيعت سره پيوستون او ښکلي ژوند ته هڅول دي. د دې نندارتون په شاوخوا سيمه کې غرونه او جهيل شته او ډېره ښکلې منظره لري، هيله لرم چې له دې ځايه د نړۍ ګوټ ګوټ ته د چاپېريال ساتنې تر څنګ د پرمختګ هغه نظر خپور شي چې له دې ځای څخه ښکاري.))

رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل، ايکولوژيکي تمدن د چين د دولتي پرمختګ په عمومي پلان کې شامل شوی او د ښکلي چين جوړول د چينايانو د هڅو موخه ګرځېدلې ده. چين غواړي د ښکلې نړۍ او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره له بېلا بېلو هېوادونو سره يو ځای کوښښونه وکړي.

د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ دوهم نړيوال سرمشريز فورم د اپريل په ۲۷مه نېټه په بېجينګ کې تازه پای ته ورسېد او ګډونوالو خواوو څه باندې دوه سوه اتيا همکاريز بریاليتوبونه تر لاسه کړي او د نړيوالې ټولنې ډېره پاملرنه يې راجلب کړې ده. رئيس شي جين پينګ د يو کمربند او يوې لارې په هکله وويل:

((د يو کمربند او يوې لارې جوړونه يعنې د پرانيستې او پرمختګ يوه لاره جوړول دي او په عين وخت کې بايد د شين پرمختګ يوه لاره هم واوسي. دا په دې سرمشريز فورم کې د ګډونوالو خواوو مهمه موافقه ده. چين غواړي د ښکلې نړۍ او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره له بېلا بېلو هېوادونو سره يو ځای هڅې وکړي. د ايکولوژيکي تمدن جوړول د اوس او راتلونکی لپاره دايمي ګټور کار دی. موږ بايد له اوس څخه پخپله کوښښونه وکړو او نسل په نسل د دې ګټور کار لپاره زيارونه وباسو. اعلان کوم چې د بېجينګ د ۲۰۱۹ کال باغوانۍ نړيوال نندارتون پرانيستل کېږي.))

د چک، جيبوتي او قرغزستان په شمول د ځينو هېوادونو مشرانو، د اړوندو نړيوالو سازمانونو مسئولانو، نړيوالو ګډونوالو، د ګردې نړۍ د صنايعو او سوداګرۍ شخصيتونو او د باغوانۍ په برخه کې مشهورو کارپوهانو په شمول کابو نهو سوو استازو د دې نړيوال نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ. د نندارو په اړه د نړيوالې ادارې سرمنشي لوسيرتليس او د باغوانۍ د نړيوالې توليدي ټولنې رئيس بيرنارد اوستروم په جلا جلا توګه په يادو پرانيستونکو مراسمو کې وينا وکړه. دوی چين وستايه چې د شين پرمختګ په برخه کې نمونه دی او د چين حکومت د ايکولوژيکي چاپېريال او د ښکلي هېواد ابادۍ ته يې ډېرې پاملرنې کړې او کوي يې. دوی په دې اړه د چين له حکومت څخه مننه وکړه چې د باغوانۍ تر ټولو لويه پيمانه لرونکی نړيوال نندارتون يې جوړ کړ. دوی باور څرګند کړ چې د دې نړيوال نندارتون په جوړېدو سره به د دوامدار پرمختګ نظريه په پراخه توګه خپره شي او راتلونکي نسل ته به ډېر شنه ميراثونه پاتې شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای