CRI Online

چين د يو کمربند او يوې لارې وړانديز په اجرائيوي ميکانيزم کې ښه والی رامنځته کړی او شکونو ته يې ځواب ويلی

cri     (GMT+08:00) 2019-05-02 16:25:48

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو دوهم فورم د تېر اپريل له پنځه ويشتمې نېټې څخه تر اوه ويشتمې نېټې پورې په بېجينګ کې ترسره شو او د نړيوالې ټولنې زياتې پاملرنې يې راجلب کړې دي. د امريکا د نيويارک پوهنتون د اقتصاد او پولي چارو پروفيسرې، د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو کارپوهې ان لي زموږ راډيو له خبريال سره په مرکه کې وويل، د چين په ياد فورم کې ډېر ښه او مشخص وړانديزونه وشول، له دې څخه ښکاري چې چين د نورو هېوادونو غوښتنې اورېدلې او د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د اجرائيوي ميکانيزم د ښه والي لپاره يې ډېر کوښښونه کړي دي. هغې وويل

((د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو دغه فورم ډېر مهم دی. رئيس شي جين پينګ په دې فورم کې په خپله وينا کې وويل، بېلا بېلې خواوې بايد د يو کمربند او يوې لارې د ګډې جوړونې په بهير کې د پرانيستې، چاپېريال ساتنې او صادق توب اصولو ته پابند واوسي. له دې څخه ښکاري چې چين د بهرنيو لوريو نيوکو او شکونو ته ځواب ويلی. چين پرانيستې او ټول شموله رويه ساتلې او د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو له اړتياوو سره سم يې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د همکارۍ لپاره هڅې کړې، نو ځکه دغه وړانديز ډېر پام ځانته اړولی دی. ))

د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو په دوهم فورم کې څلويشت تنو حکومتي او دولتي مشرانو او د نړيوالو سازمانونو مسئولانو او د 150 هېوادونو او 92 نړيوالو موسئسو څه باندې شپږ زرو بهرنيو مېلمنو ګډون کړی و. بېلا بېلو خواوو د دې فورم د تر سره کېدو په بهير کې د همکارۍ په برخه کې 283 برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. پروفيسرې ان لي وويل، له واقعيتونو څخه څرګندېږې چې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د نړيوالې ټولنې لا زياتې پاملرنې، ملاتړ او ګډون تر لاسه کړی، په دغه فورم کې د نړيوالې همکارۍ د لا پياوړتيا غوښتنه شوې ده.

پروفيسرې ان لي وويل، دا د پام وړ ده چې د چين لخوا وړاندی شوی د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د دې لارې په اوږدو کې پرتو هېوادونو او سيمو ته د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ لپاره ګټور فرصونه برابر کړي دي. هغې وويل

((شک نه شته چې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د بنسټيزو تاسيساتو د جوړونې کمښت د پوره کېدو په برخه کې له ډېرو پرمختيايي هېوادونو سره مرستې کړې او د دغو هېوادونو اقتصادي پرمختګ يې هڅولی دی. په عين وخت کې د دې وړانديز له امله د اړوندو هېوادونو او سيمو ترمنځ همکارۍ او تبادلې پياوړې شوې او بېلا بېلې خواوې يې هڅولې چې د نوښتي همکارۍ سويه لوړه کړي. اوس د دې لارې په اوږدو کې ډېرو پرتو هېوادونو د دې وړانديز په رڼا کې د اقتصادي پرمختګ ګټور فرصتونه تر لاسه کړي او نور ځينی هېوادونه هيله لري چې په دغه وړانديز کې د ګډون له لارې په راتلونکی کې لا ښه پرمختګ ومومي. ))

پروفيسرې ان لي په عين وخت کې دې ته اشاره وکړه چې د چين لخوا وړاندې شوی د يو کمربند او يوې لارې وړانديز موخه له بېلا بېلو هېوادونو سره د ګډو ګټو پر بنسټ همکاري کول دي، خو د امريکا په شمول لوېديځ هېوادونه په دې انديښمن دي چې دغه وړانديز به په نړۍ کې د دوی پر ګټو منفي اغېزه وکړي او د خونديتوب، سياسيت او اقتصادي پرمختګ په شمول بېلا بېلو ساحو کې يې د دې وړانديز د موخو په اړه شکونه وړاندې کړل. ان لي په دې اړه وويل، چين او په دې وړانديز کې ګډون کوونکي هېوادونه بايد پر خپل سم انتخاب ټينګار وکړي او په عمل کې دې دا ثابته کړي چې د پرانيستې، پيوستون او د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ لاره د پرانيستي نړيوال اقتصاد د ابادۍ لپاره لازم انتخاب دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای