CRI Online

چين د پولي چارو د ورخلاصون د پياوړتيا لپاره نوي ګامونه پورته کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-03 16:23:13


د چين د بانکدارۍ او بيمې د نظارت او ادارې کمېټې مشر ګو شو چينګ څو ورځې مخکې وويل، چين به په نژدې راتلونکي کې ۱۲ نوي تدابير ونيسي، څو د بانکدارۍ او بيمې په چارو کې د چين ورخلاصون لا پراخ شي. په دغو تدبيرونو کې به داسې محتويات شامل وي چې په چين کې به د بهرنيو پولي ارګانونو د جوړونې په برخه کې د پانګو د عمومي ارزښت په اړه محدوديت لغوه شي، د استهلاکي پولي شرکتونو د جوړونې په برخه کې به پر چيني او بهرنيو پانګو محدوديت کم شي او د بهرنيو بانکونو د ژن مين بي چارو کنترول به فسخ شي.

چين د تېر کال په اپريل کې د بانکداۍ او بيمې چارو د ورخلاصون لپاره ۱۵ تدبيرونه خپاره او عملي کړي دي، اوس په پولي چارو کې د چين د ورخلاصون نوي تدبيرونه چمتو دي. د دغو تدبيرونو په وسيله به د چين د بانکدارۍ او بيمې په چارو کې د پرانيستنې او بازاري کېدو سويه لوړه شي، په پولي برخه کې به د چين سوداګريز چاپيريال ښه شي، د چين په پولي چارو کې به د بهرنيو پانګو فعال ګډون وهڅول شي او د سيالۍ، بازار، نوښت او خدمت په اړه به د چين د پولي چارو نظريې بشپړې شي.

پولي چارې د يو هېواد د اقتصادي پرمختګ ثابت او خوځنده قوت دی. د چين کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګريس په راپور کې د هراړخيز ورخلاصون د نوي وضعيت د ابادۍ له وړاندې کېدو وروسته، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د بو او اسيايي فورم د ۲۰۱۸ کال په غونډه کې د پولي چارو په شمول د ورخلاصون څلور مهم تدبيرونه اعلان کړي، دغه راز د چين حکومت هم په خپل سږني کاري راپور کې د پولي چارو په اړه د صنعتونو د اصلاحاتو او ورخلاصون تدبيرونو عملي کول څرګند کړي. چين د ټاکلي پلان سره سم د هدف په لور ګامونه پورته کوي.

له مشخصو محتوياتو څخه د دغو ۱۲ تدبيرونو ۳ ځانګړي ټکي پيدا کېدای شي. لومړی دا چې کورنۍ او بهرنۍ پانګې د مساوات پر اصل ولاړې دي. د چيني او بهرنيو پانګو د پولي ارګانونو لپاره به د مساوي سيالۍ چاپيريال برابر شي چې دا د بهرنيو سوداګرو د پانګونو قانون له غوښتنو سره سمون لري. دوهم، پر هغو بهرنيو پولي ارګانونو چې د چين بازارونو ته ننوتل غواړي، د پانګو د پيمانې محدوديت به لغوه شي. يعنې نور زيات کوچني خو پياوړي بهرني ارګانونه به په چين کې پولي خدمتونه برابرولی شي. درېيم، په چين کې به د بهرنيو پانګو د چارو برخې پراخې شي.

په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون د تطبيق له ۴۰ کلونو راهيسې د چين د پولي چارو خدمتي سويه، د سيالۍ ځواک او سوداګريز چاپيريال ډېر لوړ شوی او د پولي سيستم په ابادۍ کې د پام وړ برياليتوبونه تر لاسه شوي دي. د چين د بانکدارۍ او بيمې چارو په عمومي ارزښت کې د بهرنيو بانکونو او د بيمو د بهرنيو شرکتونو برخې په جلا جلا توګه ۱.۶۴سلنه او ۶.۳۶ سلنه دي. خو د چين د پولي چارو د پرمختګ او ورخلاصون سويه د نړۍ د دوهم لوی اقتصادي ځواک په توګه د چين له مقام سره سمون نه لري. په تيره بيا چين د هراړخيزو اصلاحاتو د ژوروالي مرحلې ته داخل شوی، نو پولي صنعت نه يوازې اصلاحاتو ته اړتيا لري، بلکې د چيني اقتصاد د ښه پرمختګ او د عصري اقتصادي سيستم د ابادۍ لپاره دې خدمت وکړي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو په دوهم فورم کې د ورخلاصون په اړه ۵ تدبيرونه اعلان کړل. په لا پراخو برخو کې د بهرنيو پانګو منل له دغو ۵ تدبيرونو څخه دي،تر څو د عادلانه سيالۍ او پرانيستې همکارۍ له لارې په چين کې د عرضې اصلاحات پياوړي شي، د صنايعو وروسته پاتې او اضافي ظرفيت له منځه يوسي او د عرضې کيفيت او موثريت لوړ شي. پولي صنعت له سيالۍ څخه ډک خدمتي صنعت دی، نو د ورخلاصون د پراخوالي او د نړيوالو بازارونو په سيالۍ کې د ګډون په وسيله د اقتصاد لپاره ښه خدمت کولی شي. دا د چين د کورنيو پولي څانګو لپاره ښه فرصت دی، بلکې هغو بهرنيو پولي ارګانونو ته فرصت برابروي چې چين ته ننوتلي او يا د ننوتلو پلان لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای