CRI Online

د افغانستان په بغلان کې د خونړيو شخړو له امله ۳۷ تنه وژل شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-03 18:59:41

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان يو چارواکي د مې په ۳مه نېټه وويل، وسله والو طالبانو او افغان امنيتي ځواکونو په همدې ورځ د دغه هېواد په بغلان ولايت کې خونړي جنګونه کړي چې له امله يې لږ تر لږه ۳۷ تنه وژل شوي دي.

د بغلان د والي وياند محمد حقمل وويل، وسله والو طالبانو د همدې ورځې په سهاروختي د دغه ولايت د بورکا سيمې د نيولو په پار څواړخيز بريدونه وکړل. حملې يې د افغان امنيتي ځواکونو لخوا پر شا وتمبول شوې. نوموړي زياته کړه چې په دغې شخړې کې لږ تر لږه ۳۰ طالبان وژل شوي او لس تنه نور ټپيان دي. په امنيتي ځواکونو کې ۷ تنه وژل شوي او څو تنه نور ټپيان دي. تر اوسه پورې له دغې سيمې څخه د امنيتي ځواکونو لخوا د وسله والو د پاکولو عمليات روان دي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه هيڅ نه دي ويلي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای