د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مې په ۵مه نېټه د افغانستان بغلان ولايت د امنيه قومندانۍ پر ودانۍ لومړی د موټر بم بريد وشو او وروسته بريدګرو د افغانستان له امنيتي ځواکونو سره څو ساعتونه جګړه وکړه. د دې هېواد د کورنيو چارو وزارت وويل، چې په دې پېښه کې ۱۸ پوليس او ۸ بريدګر وژل شوي او نور ۳۵ پوليس او ۲۰ عام خلک ټپيان شوي دي.
د بغلان ولايت د امنيتي چارو يو چارواکي خبريال ته وويل، چې د همدې ورځ په غرمه يو بريدګر لومړی د بغلان ولايت مرکز پلخمري کې د امنيه قومندانۍ د ودانۍ په مخ کې د يو پوځي موټر په وسيله چاودنه وکړه او وروسته څو بريدګر ودانۍ ته ننوتل. دوو بريدګرو په ودانۍ کې ځانمرګي چاودنې کړې او پاتې نور له امنيتي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي دي.
افغان طالبانو د بريد مسووليت منلی دی.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |