CRI Online

چين خوځنده ځواک لري

cri     (GMT+08:00) 2019-05-06 15:38:08

د کارګرو د نړيوالې ورځې سږنۍ رخصتي د چينايانو لپاره ځانګړې وه.

لومړی: د کارګرو د نړيوالې ورځې د سږنۍ رخصتۍ په موده کې د چينايانو سيلانيز لګښتونه زيات وو.د کارګرو سږنۍ نړيواله ورځ له چهارشنبې سره برابره وه،نو له دې امله د چين حکومت پرېکړه وکړه چې د دغې نړيوالې ورځې د رخصتۍ موده له درېيو ورځو څخه څلورو ورځو ته زياته کړي.د چين د کلتور او سيلانۍ وزارت د يوې شمېرنې له مخې په تېرو څلورو ورځو کې د چين په بېلا بېلو منظره لرونکو ځايونو کې د سيلانيانو شمېر يوسل پنځه نوي مليونه تنو ته رسيده او سيلانيز لګښتونه يې شاوخوا ۱۱۷ مليارډه او ۶۷۰ مليونه يوانه پورې وو چې دغه شمېرې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په جلا جلا توګه په سلو کې ديارلس اعشاريه اووه او شپاړلس اعشاريه يو سلنه زياتوالی ښيي.

دوهم، د هغو چينايانو شمېر ډېر و چې غوښتل يې د سيلانۍ لپاره لازياتې پيسې ولګوي.د رسمي شمېرنې له مخې د کارګرو د نړيوالې ورځې په رخصتۍ کې د کلتور او سيلانۍ په برخه کې د داسې چينايانو د ګراف کچه په سلو کې ۳۸ وه چې لګښت يې له ۵۰۱ يوانو څخه تر ۱۰۰۰ پوانو پورې و. د چين د بانکي ټولنې د سوداګريزې شمېرنې له مخې په شانګهای کې له ځايي سيمو پرته د نورو سيمو د سيلانيانو لګښتونه څلور مليارډه او درې سوه اتيا مليونه يوانو ته رسيدلي دي . د يادې ورځې په رخصتۍ کې د نان جينګ ښار د څلوېښتو لويو سوپرماکيټونو، سوداګريزو مرکزونو،برقي سامان الاتو او رسټورنټونو له خوا تر لاسه شوي عايدات درې مليارډه او دوه سوه اتلس مليونه يوانه وو چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۲۳ اعشاريه ۶۱ زياتوالی ښيي.

درېيم : د دغې رخصتۍ په موده کې منظره لرونکو ځايونو ته د يوې کورنۍ ورتګ د پاملرنې وړ دی. ځکه چې په دې رخصتۍ کې ټول کورني غړي راغونډ شوي وو او په ګډه يې له کورڅخه بهر يا منظره لرونکو ځايونو ته سفر وکړ،نو په دغو ځايونو کې د دغو چيني سيلانيانو د پاتې کېدو وخت زيات شوی او دوه اعشاريه پنځوېشت ورځو ته رسيدلی چې دغه شمېر د تېرې مياشتې د چينګ مينګ د دوديز اختر په پرتله په سلو کې نهه اعشاريه پنځه زياتوالی موندلی دی.په بېجينګ کې د سيلانيانو شمېر شپږ مليونه اته لکه او يو پنځوس زره وه چې زياترو يې د وانګ فو جينګ د سوداګريزې سيمې ،د نان لو ګوو شيانګ کوچې، د شه چا های منظره لرونکې سيمې،د چيان من واټ او د ګوو ګونګ د امپراطورۍ ماڼۍ په شمول منظره لرونکو ځايونو ته سفرونه کړي دي.سربېره پردې شاوخوا درې لکه او اووېشت زرو سيلانيانو د بېجينګ د باغوانۍ نړيوال نندارتون څخه کتنه کړې.

د کارګرو د نړيوالې ورځې له رخصتۍ څخه د چينايانو پياوړی مصرفی توان ښکاريږي.خو د دوی د مصرفي توان د پياوړتيا لامل دا دی چې د چين اقتصاد په ۲۰۱۹ کال کې په ثابت ډول روان دی او مثبت عوامل يې هم ډېر شوي دي.د روان کال په لومړۍ ربع کې د چين اقتصاد پرمختيايي انډول په سلو کې شپږ اعشاريه څلور زيات شوی چې دغه رقم د نورو اقتصادي هېوادونو په پرتله ډېر و.په دې هکله د نړيوال بانک د چيني چارو ادارې مشر ژوي ځه وايي چې نړيوال اقتصاد له ستونزو سره مخ دی،خو د چين اقتصاد د شپږ اعشاريه څلور سلنې پرمختيايي انډول څخه څرګنديږي چې د چين د اقتصاد ثابت حالت نه دی بدل شوی.په همدې ربع کې د چين د اقتصادي پرمختګ لپاره د مصرف د زياتوالي خدمتي انډول په سلو کې پنځه شپېته اعشاريه يو و چې دا د اقتصادي پرمختګ لپاره عمده ځواک هم ګڼل کيږي.سربېره پردې د بهرنۍ سوداګرۍ، د بهرنيو پانګونو راجلبولو، استخدام او د محصولاتو د بيو په شمول له ډېرو شمېرنو څخه د چين د اقتصادي پرمختګ خوځنده ځواک ښکاريږي.

د کارګرو د نړيوالې ورځې له سږنۍ رخصتۍ څخه څرګنديږي چې چين له خوځنده ځواک څخه ډک دی او چينايان پر ځاني ژوند او دولتي پرمختګ پوره باور لري.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای