CRI Online

د چيني ژبې پل په نوم اتلسمه سيالي د افغانستان برخه پای ته ورسېدله

cri     (GMT+08:00) 2019-05-06 15:36:56

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چيني ژبې پل په نوم د چيني ژبې په اړه د نړيوالو محصلينو اتلسمه سيالي د افغانستان برخه د مې په پنځمه نېټه د کابل پوهنتون په کنفوسيوس پوهنځي کې ترسره شوه. د کابل پوهنتون د چيني ژبې څانګې محصل ازاد احمدي او د کابل د معرفت ښوونځي طاهر فيضي په جلا جلا توګه د پوهنتون او منځني ښوونځي د ګروپونو لومړي مقامونه ونيول او د راتلونکې مرحلې په سيالۍ کې د ګډون لپاره به چين ته لاړ شي.

په ابتدايي سياليو کې د پوهنتون ګروپ اته تنه او د منځني ښوونځي ګروپ څلور تنه سيالي کوونکي له لسګونو تکړه زده کوونکو څخه ټاکل شوي دي او د پنځمې نېټې په ياده سيالۍ کې يې برخه اخيستلې وه. په دغه سيالۍ کې په چيني ژبه وينا کول، د هنري مهارتونو نمايش او پوښتنو ته ځوابونه درې برخې شاملې وې.

ياده سيالي په افغانستان کې د چين د سفارت او د کابل پوهنتون د کنفوسيوس پوهنځي لخوا په ګډه ترسره شوه. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای