CRI Online

د قسيم برقي سټېشن کې د برېښنا توليد اندازه له لس مليارډو کيلوواټو څخه اوښتې ده

cri     (GMT+08:00) 2019-05-07 09:54:45

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د قسيم په بندر کې چې د چين او پاکستان د اقتصادی دهليز د ابادۍ په پلان کې شامل دی، د سکرو په وسيله د برېښنا توليد په سټېشن کې د مې تر شپږمې نيټې پورې د برېښنا توليد اندازه له لس مليارډو کيلو واټو څخه اوښتې ده. اوس په دغه برقي سټېشن کې د بريښنا توليدېدونکې اندازه د ټول پاکستان د دولتي برقي شبکې په توليدېدونکې برېښنا کې لس سلنه برخه نيسي. دغه برقي سټېشن په دغه هېواد کې د برقي انرژۍ د کموالي مسئلې د حلولو، د برقي انرژيو د جوړښت د غوره والي، د ځايي اقتصاد د پرمختيا او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره به اغېزمنه تمامه شي.

دغه برقي سټېشن د چين د برېښنا ساختمانې ډلې او د قطر د شاهي کورنۍ په مشرۍ د AMC شرکت لخوا په ګډې پانګونې جوړ شوی دی. دغه پروژه له چين څخه بهر کې د چين د يادې ډلې لخوا تر ټولو لويه پروژه ده چې د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز په ابادوونکي پلان کې د برېښنا په توليد کې د تر ټولو لويې پروژې په توګه ګڼل کيږي. د دغې پروژې کارونه د ۲۰۱۵ کال د می په ۲۱مه نېټه پيل شوې وه چې له ۳۲مياشتو وروسته د دوو ډلو ماشينونو د ټاکلي وخت نه مخکې پر بريښنا توليد باندې پيل کړی دی.

ژباړونکې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای