CRI Online

د اسيايي تمدنونو ډيالوګ کنفرانس د کلتوري باور د بيا قايمېدو لپاره ستر اهميت لري

cri     (GMT+08:00) 2019-05-07 16:19:02

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اسيايي تمدنونو ډيالوګ لومړی کنفرانس چې عنوان يې (د اسيا د تمدنونو تبادلې او د ګډ برخليک ټولنه) دی، په نږدې وخت کې به په بېجينګ کې ترسره شي. د ايران هنرمندې نسرين داستان چې په دغه کنفرانس کې به برخه ولري، زموږ له خبريال سره په مرکه کې وويل، دغه کنفرانس د عصري تمدن د تبادلې او د کلتوري باور د بيا قايمېدو لپاره ستر اهميت لري.

نسرين داستان يوه انځورګره ده او په چين کې يې د چين د عنعنوي انځور زده کړی. هغې په ۲۰۰۸ کال کې د چين د هنرونو په مرکزي اکاډمۍ کې د دکتورا په کچه زده کړې وکړې او تر ۲۰۱۰ کال وروسته يې په دغې اکاډمۍ کې د پوست ډاکترې په توګه کار پيل کړ او کوي يې. د نسرين په انځورونو کې د چين او ايران ځانګړتياوې شاملې دي او په ايران او چين کې يې څه باندې ۴۰ ډله ييز نندراتونونه او څه باندې ۳۰ شخصي نندارتونونه ترسره کړي دي. برسيره پر دې، هغې د چين مشهور انځورګران د نندارتون تر سره کولو او کلتوري تبادلې لپاره ايران ته بوتلل. هغې وويل

((د چين له لرغوني عنعنوي هنر سره ډېره علاقه لرم، د ماسترۍ زده کړې مې ترسره کولې چې چين ته لاړمه او د چين له ډېرو انځورګرو او هنرمندانو سره مې وپېژندل، د دوی هنر مې له نږدې وليده او پر ما يې ډېره اغېزه وکړه. ور پسې مې د چين د هنرونو په مرکزي اکاډمۍ کې د چين د هنر تاريخ زده کړی وکړې او د دکتورا سند تر لاسه کولو وروسته بيرته تهران ته ستنه شوم. اوس زه غواړم چې د چين د هنر او کلتور په اړه لا زيات مالومات ايرانيانو ته معرفي کړم، ځکه چې په ايران کې د چين د کلتور او هنر سرچينې دومره زياتې نه دي.))

اوس نسرين د ايران د هنر د څېړنيزې ادارې د ختيځ هنر څانګې مشره ده او د تهران په يو شمېر پوهنتونونو کې د ماسټرۍ او دکتورا محصلينو ته د ختيځ هنر د څېړنې درسونه ورزده کوي. هغه په اسنۍ عصري موده کې د چين او ايران ترمنځ د هنر او کلتور د تبادلې يوه مهمه استازې ګڼل کېږي. هغې زموږ خبريال ته وويل، ډېره خوشحاله يمه چې د ايران په استازيتوب به د اسيا د تمدنونو ډيالوګ په کنفراس کې ګډون وکړم او نوموړې هيله وښودله چې د دې فرصت په کارولو سره د چين او ايران د تمدنونو د تبادلې لپاره خپل خدمتونه ترسره کړي. هغې وويل

((اوسنی تمدن په تاريخ کې د رنګا رنګ تمدنونو د تبادلې او پيوستون نتيجه ده. د چين او ايران ترمنځ د کلتوري تبادلې تاريخ ته په کتو د ورېښمو په لرغونې لاره کې يعنې له دوو زرو کلونو راهيسې د دواړو هېوادونو د تمدنونو ترمنځ د تبادلې او پيستون بهير روان دی. د تمدن تبادلې په رڼا کې د ايران او چين ترمنځ اړيکې تر نن ورځې پاتې شوي. نو د اسيايي تمدنونو د ډيالوګ کنفرانس د دغو اړيکو د ټينګښت لپاره ګټور دی او د عصري ټولنې او د بېلا بېلو تمدنونو ترمنځ اړيکې نږدې کولای شي. فکر کوم دغه کنفرانس به د عصري تمدنونو ترمنځ د تبادلې د هڅولو لپاره يو مهم ګام پورته کړي. ))

نسرين وويل، پخوا به ختيځ تمدن په ګرده نړۍ کې مخکښ ځای نيولی و، د کاغذ جوړونې طريقه، طبي چارې او باروت د ورېښمو د لرغونۍ لارې په وسيله لوېديځ ته خپاره شوي او پر لوېديځو هېوادونو يې سترې اغېزې کړې دي. د اسيايي تمدنونو د ډيالوګ دغه کنفرانس به د اسيا د ټولو تمدنونو په تېره بيا بهر ته د چين او ايران د دواړو لرغونو تمدنونو د خپرولو يو پل وګرځي او لوېديځ ته به د ختيځ کلتور او هنر خپور کړي چې دا د کلتوري او هنري باور د بيا قايمېدو لپاره ستر اهميت لري. هغې وويل

((د ورېښمو لاره نه يوازې يوه سوداګريزه لاره وه، بلکې د عادتونو، دودونو، کلتور او ژبو د تبادلې او خپرېدو لاره هم وه. د يو کمربند او يوې لارې وړانديز چې د رئيس شي جين پينګ لخوا وړاندې شوی، د لرغوني تمدن په اړه د ده دايمي او ژور نظرونه ترې ښکارېږي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای