CRI Online

د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو اقتصادي ډله په نړۍ کې دوهمه لويه اقتصادي ډله ده

cri     (GMT+08:00) 2019-05-08 15:51:28

د روان کال له مې راهيسې د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په هکله دوه څيړنيز راپورونه د پاملرنې وړ ګرځېدلی دي چې يو يې د يو کمربند او يوې لارې د سوداګريزو پانګونو ګراف په هکله د چين د نړيوال اقتصاد د تبادلوي مرکز په مشرۍ د چين او نورو هېوادونو د فکري اورګان له خوا خپور شوی راپور دی. په دې راپور کې راغلي چې د م م د اړوندو شمېرنو له مخې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو اقتصادي ډله د شمالي امريکا د ازادې سوداګرۍ تر سيمې مخکې شوې او تر اروپايي ټولنې وروسته په نړۍ کې دوهمه لويه اقتصادي ډله ګرځېدلې چې تر لاسه کړېسوداګريزې ګټې يې څرګندې دي. په نړۍ کې د ارزيابۍ مشهور اورګان يعنې د مودي شرکت د بل راپور له مخې د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز په رڼا کې د بنسټيزو تآسيساتو د پروژو د ابادۍ له لارې د پروژې اجراکوونکو هېوادونو توليدي توان پياوړی شوی او په وروستۍ او دايمې مودې کې د دغو هېوادونو د اقتصادي پرمختګ لپاره خدمتونه تر سره شوي دي.

د سوداګرۍ او پانګونو زياتوالی د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا مهم عوامل دی.د لومړي راپور له مخې د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ له امله په اړوندو هېوادونو او سيمو کې سوداګري او پانګونې ډېرې شوې دی او د ځايي اقتصادي پرمختګ د پرمخبيولو ترڅنګ له ستونزو څخه د نړيوال اقتصاد د وتلو لپاره هڅې شوې دي.

دغه نظر د مودي شرکت په څيړنيز راپور کې هم تائيد شوی دی.د مودي راپور د ۱۲ هېوادونو په لېرې موده کې د اقتصادي پرمختګ پر امکاناتو او په منځنۍ موده کې د عمومي اقتصاد پر ننګونو تر څېړلو وروسته په دې اند دی چې پاکستان،مغولستان، قزاقستان او کمبوديا پر يو کمربند او يوې لارې پورې له اړوندو پروژو څخه د اقتصادي پرمختګ ډېرې ګټې اخلي.

دوه کاله دمخه د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ د لومړي فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ويلي و چې په چين کې هغه متل چې وايي :که تاسې غواړئ شتمن شئ، بايد لاره هواره کړئ. م م غواړي چې له چين سره د دغې لارې د جوړولو لپاره ګډې هڅې وکړي تر څو دواملرونکي پرمختيايي موخه تر سره کړي او ټولو وګړو ته ګټې ورسوي.تر هغه وروسته د نړيوال اقتصادي فورم جوړوونکي او اجرائيوي رئيس کلاوس سواب په يوه لوړ پوړې غونډه کې دغه متل هم تکرار کړ او ويې ويل چې که يو هېواد هر څومره پرمختګ وکړي، تر هر څه لومړی له نورو هېوادونو سره يو ځای او پيوستون ته اړتيا لري.اوس پيوستون او نښلېدنه نه يوازې د سړکونو او اورګاډي په شمول له بنسټيزو تآسيساتو سره بلکې د بېلا بېلو هېوادونو د محصولاتو، پيسو، تخنيکونو او کلتوري تبادلې په شمول له بېلا بېلو برخو سره تړاو لري.همدارنګه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو ورځو کې ويلي چې د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ کليدي برخه پيوستون دی .موږ بايد په نړۍ کې د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د پيوستون همکاريزې اړيکې ټينګې کړو تر څو ګډ پرمختګ او سمسورتيا ومومو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای