CRI Online

د تايوان مسئلې په کارولو سره د چين کنټرول غوښتونکي به خامخا ناکام وي.

cri     (GMT+08:00) 2019-05-09 16:12:54

د امريکا د استازيو جرګې د سې شنبې يعنې د مې په ۹مه نېټه د تش په نامه د ۲۰۱۹ کال د تايوان د ډاډ قانوني لايحه او تايوان ته او ور سره د اړيکو په قانون کې د خپلو کړو ژمنو د بيا تائيدولو پرېکړه ليک تصويب کړ. دا د تايوان مسئلې په کارولو سره د چين په کورنيو چارو کې د امريکا بربنډه لاسوهنه او د چين د سوله ييز پرمختګ د مخنيوي په موخه د دغه هېواد ډېره خطرناکه سياسي کړنه ده چې ترې د ځينو امريکايانو لخوا د سياسي توطيې د لوبولو بد نيت څرګندېږي. که امريکا په خپل سر دغو کړو وړو ته دوام ورکړي، په ځينو مهمو ساحو کې د چين او امريکا ترمنځ همکارۍ، د تايوان تنګي سولې او ثبات ته به سخت زيانونه ورسېږي. چين له دې سره ټينګ مخالفت کوي او ور څخه د جدي خبرو غوښتونکی دی.

د امريکا په پارلمان کې ناست سياست وال دې په دې پوه شي: هره هڅه چې غواړي د تايوان مسئلې په کارولو سره چين کنټرول کړي، خامخا به له ناکامۍ سره مخ شي. ځکه چې دغه ډول هڅه ۳ لويې تېروتنې لري.

لومړۍ تېروتنه: دغه ډول هڅه د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو پرمختيايي بنسټ بيخي ويجاړوي. دا چې د امريکا د استازيو مجلس غواړي له تايوان سره د حاکميت لرونکو هېوادونو ترمنځ د پوځي همکارۍ اړيکې ټينګې کړي، د يو چين د پېژندلو له اصولو څخه ښکاره سرغړونه ده او د نړيوالو قوانينو بنسټيز مقرارت او خپلې نړيوالې وظيفې سختې ويجاړوي.

دوهمه تېروتنه: امريکا هڅه کوي چې د تايوان مسئلې په پلمه د چين د بنسټيزې کرښې ازموينه وکړي. تايوان هېڅکله د چين او امريکا ترمنځ د چنې وهلو وسيله نه ده. تايوان مسئله د چين کورنۍ چارې دي او د چين په ملي مرکزي ګټو او د ۱ مليارډ او ۴۰۰ مليونو چينايانو پر ملي شرافت او احساساتو پورې تړاو لري چې د بهرنيو ځواکونو د مداخلې او معاملې وړ نه ده.

درېيمه تېروتنه دا ده چې دغه ډول هڅه به د تايوان تنګي حالاتو د ترينګلتيا، سيمه ييزې سولې او ثبات ته د زيان رسولو سبب وګرځي. امريکايي سياست وال بايد د خپل پخواني ولسمشر جيمي کارټر هغه ليکنه چې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو ټينګښت د ۴۰مې کليزې په مناسبت يې ليکلې، په جدي توګه ولولي او په دې بايد ښه پوه شي: که تايوان مسئله په مناسبه توګه حل نه شي، نو ممکن سيمه ييزه کشاله يا شخړه به رامنځته شي او ټولې نړۍ ته به ناورينونه ورسېږي. دا يوه جدي خبره ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای