CRI Online

ښايي چين او امريکا تل د اقتصادي او سوداګريز اصطکاک په اړه د خپل منځي خبرو په بهير کې يو د بل له بريدونو سره هم مخ شي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-09 19:16:08

د امريکا د سوداګريزو استازو دفتر د مې په اتمه نېټه خپل پلان اعلان کړ چې د روانې مياشتې په ۱۰ مه نېټه به د ۲۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پر چيني توليداتو ګمرکي تعرفه له ٪10 څخه ٪25 ته لوړه کړي. چين په چټکه توګه د امريکا دغه پلان په اړه غبرګون وښود او دې ته يې اشاره وکړه چې د سوداګريز اصطکاک سختوالی د دواړو هېوادونو د خلکو او نړيوالو له ګټو سره سمون نه لري، چين پدې ډېر خواشيني دی، که امريکا خپل ياد پلان عملي کړي ، نو چين به د مجبوريت له مخې اړين متقابل تدبيرونه غوره کړي.

چين امريکا ته ياد ځواب په چټکه توګه او ارامۍ سره ورکړ او له دې څخه د چين هغه هميشنی دريځ ښکاري ، يعنې که امريکا راسره خبرې اترې کوي، نو ورته به د خبرو دروازه خلاصه کړو، که پر مو بريدونه وکړي، نو مقابل بريد ته به تر اخري شېبې پورې دوام ورکړو.

له يادو محتوياتو څخه څرګندېږي چې ښايي خبرې او يو پر بل بريد د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريز اصطکاک په بهير کې هميشه په نوبت يا ورته وخت کې رامنځته شي.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي، مرستيال صدراعظم او له امريکا سره د چين د هراړخيزو اقتصادي خبرو اترو مسئول ليو هه د امريکا له فشارونو سره سره بيا هم پرېکړه کړې چې د مې په نهمه او لسمه نېټه به د اقتصادي او سوداګريزو موضوعاتو په اړه د دواړو هېوادونو د لوړې کچې په ټاکلي بحث کې ګډون وکړي. چين له امريکا څخه نه ډارېږي او لاوړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريز اصطکاک په وضعيت پوه شوی دی. د چين هميشنی دريځ دا دی چې د خبرو اترو له لارې له امريکا سره د نظر توپيرونه حل کړي.

چين يو مسووليت منونکی هېواد دی. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ څو څو ځلې پر دې تاکيد کړی چې د لويو هېوادونو اړيکې د نړيوالې ستراتېژۍ پر ثبات اغېز کوي،چين او امريکا د نړيوالې سولې او ثبات د ساتلو او د نړيوالې ودې او سمسورتيا د هڅولو په برخه کې پراخې ګډې ګټې او مهم مسئوليتونه لري. چين باور لري چې هره ستونزه به لرې کړي او د دې توان هم لري، باکيفيته پرمختګ ومومي او د نړۍ لپاره زيات پرمختيايي فرصتونه برابر کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای