CRI Online

د پاکستان ولسمشر عارف علوي: د خلکو د ژوند د ښه والي او د مصنوعی ځيرکتياوو په شمول ساحو کې د چين برياليتوبونه د پاکستان لپاره د زده کړې وړ دي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-11 16:01:52

د پاکستان ولسمشر عارف علوي د مې په لسمه نېټه د چين د مډيا ګروپ د ايف ايم ۹۸ څپو د چين او پاکستان د دوستۍ راډيو له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل، د چين اقتصاد د اصلاحاتو او ورخلاصون راهيسې چټکې پرمختياوې کړي او ستر برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي. د بې وزلۍ ليرې کولو او د مصنوعی ځيرکتياوو په شمول ساحو کې د چين برياليتوبونه د پاکستان لپاره د زده کړې وړ دي.

عارف علوي وويل، د نوي چين له جوړېدو راهيسې د بې وزلو کسانو د کموالي او د خلکو د ژوند د ښه والي په برخو کې ستر برياليتوبونه تر لاسه شوي دي. د ډېرو غريبو کسانو کموالی د ښوونې د تعميمېدو او د خلکو د روغتيايې سويې له لوړتيا سره ټينګې اړيکې لري. په دې نسبت د پاکستان خلک د درملنې په برخه کې زياتو لګښوتونو ته اړتيا لري او په دې برخه کې دې له چين څخه زده کړه وکړي چې د درملنې د ضمانت لپاره بشپړ سيستم جوړ کړي.

عارف علوي د هېواد د پرمختيا په بهير کې د مصنوعی ځيرکتياوو رول ته په درنه سترګه ګوري او په دې نظر دی چې چين په دې وروستيو کلونو کې په دې ساحه کې د حيرانۍ وړ پرمختګونه موندلي او هيله يې څرګنده کړه چې په دې ساحه کې له چين سره همکارۍ وکړي.

نوموړي د پاکستان په اقتصادي پرمختيا کې د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز د رول ستاينه وکړه او په دې نظر دی چې د دغه دهليز په ابادۍ کې د بنسټيزو تأسيساتو په شمول د ترافيکي شبکې د جوړولو تدابير د دغه هېواد د حکومت له اقتصادي پلان سره سمون خوري. هغه په ځانګړې توګه وويل، په دغه دهليز کې د ګوادر بندر هندي سمندر ته د ترکمنستان، اذربايجان او افغانستان په شمول د ځينو هېوادونو د صادراتو لنډه لاره پرانيستې ده او د دغو هېوادونو د پرمختيا لپاره ډېرې ګټې لري.

ژباړونګې:ډېوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای