CRI Online

چين په هر اړخيزه توګه د امريکا له سوداګريز اصطکاک سره مقابلې ته چمتو دی

cri     (GMT+08:00) 2019-05-13 13:01:40

امريکا له چين څخه د دوو سوو مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د واردېدونکو توليداتو د تعرفې د زياتوالي انډول يې له ۱۰ سلنې څخه ۲۵ سلنې ته لوړ کړی، تر دې وروسته دغه هېواد هغه پروسه پيل کړه چې د ۳۲۵ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د چين محصولاتو د تعرفې د زياتوالي انډول به يې ۲۵ سلنې ته لوړ کړي او د دغو محصولاتو ليست به په نژدې راتلونکې خپور کړي.د دې ترڅنګ د چين او امريکا ترمنځ د اقتصاد او سوداګرۍ د لوړې کچې سلا مشورې يوولسم پړاو په واشينګټن کې تر سره شو او دواړو خواوو پکې موافقه وکړه چې اړوندو مشورو ته به ادامه ور کړي.

امريکا له يوې خوا ګواښ کړی چې پر ټولو واردېدونکو چيني توليداتو به تعرفې لوړې کړي او له بلې خوا دغه هېواد هغه هيله وښودله چې له چين سره خبرې اترې وکړي.دوی غواړي چې له دې لارې چارې پر چين فشارونه واچوي او له خبرو اترو څخه لازياتې ګټې واخلي.خو د يادو مشورو په هکله د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي،د صدراعظم مرستيال او د چين او امريکا ترمنځ د هر اړخيز اقتصادي ډيالوګ د چيني لوري مشر ليو هه د اړوندو څرګندونو تر شننې وروسته ويلي چې امريکا بايد په دې پوه شي چې چين د دغو اقتصادي او سوداګريزو مشورو دريو کليدي برخو ته پاملرنه کوي يعنې امريکا بايد ټول زياتېدونکې تعرفې لغوه کړي،دوه اړخيزې سوداګريزې شمېرنې بايد له حقيقتو سره سمون ولري او د اړوند تړون برابري دې لا ښه کړي.د دغو مسئلو په هکله به چين امريکا ته سر ټيټ نه کړي.نو هر څومره چې امريکا پر چين فشارونه اچوي،هېڅکله به پر چين اغيزه ونه کړي.

دواړو خواوو په تېر څه باندې يو کال کې د چين او امريکا ترمنځ د اقتصاد او سوداګرۍ په ګډ مشورتي بهير کې ځيني مهم پرمختګونه موندلي،خو لاهم له ستونزو سره مخ دی .د دغو ستونرو پر وړاندې چين په صادقانه توګه دغو مشورو ته ادامه ور کړی ، ځکه چين په دې ښه پوهيږي چې سوداګريز اصطکاک د هېڅ لوري په ګټه نه دی .د تعرفې زياتوالی نه يوازې د چين او امريکا لپاره بلکې د ټولې نړۍ لپاره ګټه نه لري او يوازې همکارۍ د دواړو هېوادونو لپاره سمه لار ده خو بايد دغه همکارۍ له ځينو اصولو سره سم تر سره شي.د چين دغه کليدي برخې په يادو خبرو اترو او مشورو کې د چين سرې کښې ګڼل کيږي او د امريکا چلنجونو ته اجازه نه ور کوي.

که امريکا له چين څخه د وارېدونکو محصولاتو د تعرفې زياتوالي ته دوام ور کړي، نو چين به هرو مرو ور سره ټينګ مقاومت وکړي. د سوداګريز اصطکاک د پيلېدو له څه باندې يو کال راهيسې له ډېرو ستونزو او فشارونو سره د چين د مقابلې توان لاپياوړی شوی دی.په دې سوداګريز اصطکاک کې چين دې ته اړ شوی چې له امريکا سره مقابله وکړي او د چين اقتصاد هم د امريکا له خوا د تعرفې د زياتولو له امله له فشارونو سره مخ دی ، خو دغه فشارونه د چين د حکومت تر کنترول لاندې دي.

د اقتصادي جوړښت له نظره د کورني توليد د عمومي ارزښت د زياتوالي لپاره د چين د مصرف خدمتي انډول په سلو کې ۷۶ اعشاريه ۲ ته رسيدلی او پر صادراتو د اقتصادي پرمختګ د تکيې انډول ۱۷ اعشاريه ۹ سلنه راټيټ شوی او کورنۍ اړتياوې له بهرني سوداګريز چاپيريال سره د مقابلې لپاره قوی محور ګرځېدلی دی.

د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې د چين او امريکا سوداګريز ارزښت ۱۱ اعشاريه ۲ کم شوی چې به دې جمله کې امريکا ته د چيني توليداتو صادرات په سلو کې ۴ اعشاريه ۸ او د امريکايي توليداتو واردات ۲۶ اعشاريه ۸ کم شوی دی. سربېره پردې د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ په عمومي ارزښت کې له امريکا سره د سوداګرۍ کچه هم په سلو کې يوولس اعشاريه پنځه راټيټه شوې ده. دا د دې ښکاندويي کوي چې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د همکارانو شمېر زيات شوی او له بهرنۍ سوداګرۍ سره د مقابلې په برخه کې د چين توان په پر له پسې توګه پياوړی شوی دی.

دا د چين لپاره تر ټولو مهم کار دی چې د اصلاحاتو او ورخلاصون د ژورتيا له لارې باکيفيته اقتصادي پرمختګ مومي.که امريکا په سوداګريز اصطکاک کې خپله ستراتيژي هر څومره بدله کړي، چين به يې ترې ونه ويريږي او د دې ستراتيژۍ له هر بدلون سره مقابلې ته چمتو دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای