CRI Online

د چين او امريکا ترمنځ د تجارتي اصطکاک له امله د نيويارک د ونډو بازار انډول ډېر ټيټ شوی

cri     (GMT+08:00) 2019-05-14 15:29:54

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د امريکا حکومت په تېره اوونۍ کې په ناڅاپه توګه د دوو سوو مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پر چيني توليداتو ګمرکي تعرفې له لس سلنې څخه پنځه ويشت سلنې ته د لوړولو اعلان وکړ. د چين د دولتي شورا د ګمرکي تعرفو د اصولو کمېټې د مې په ۱۳مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د امريکا ياد عمل د چين او امريکا ترمنځ د تجارتي اصطکاک د سختېدو سبب ګرځېدلی او د خبرو اترو له لارې د تجارتي توپيرونو د ليرې کولو په اړه يې د دواړو خواوو ترمنځ له شوې موافقې څخه سرغړونه ده او د دواړو خواوو ګټو ته يې زيانونه رسولي دي. چين د خپلو قانوني حقونو د ساتلو لپاره اړ شو چې له امريکا څخه پر ځينو وارداتو ګمرکي تعرفې زياتې کړې. د چين او امريکا د تجارتي اصطکاک تر اغېزې لاندې، د مې په ۱۳مه نېټه د نيويارک د ونډو بازار دDow Jones انډول او د Nasdaq انډول ډېر ټيټ شوی. د Goldman Sachs Groupاو د تجارتي مشارکت شرکت په شمول د امريکا بېلا بېلو ټولنو دا څرګنده کړې چې پر چيني صادراتو د امريکا د ګمرکي تعرفو زياتوالی به د امريکا اقتصاد ته سخت زيانونه ورسوي.

د مې په ‍۱۳مه نېټه د Dow Jones صنعتی منځنی انډول په سلو کې يو اعشاريه اوه برخه ټيټ شو او د Nasdaq عمومي انډول په سلو کې دوه اعشاريه څلور برخه ټيټه شوه. اوس هره ورځ د امريکا د اقتصادي رسنيو سرټکي تل د چين او امريکا تجارتي اصطکاک په خبرونو جوړېږي. په امريکا کې ډېرو کارپوهانو انديښنه څرګنده کړه چې د امريکا د دغه عمل له امله د چين او امريکا تجارتي اصطکاک سخت شوی او ښايي د امريکا د اقتصاد د بيارغوني پر تمايل منفي اغېزه وکړي. برسيره پر دې، په امريکا کې د پانګونې بانک او تجارتي مشارکت شرکت د امريکا پر اقتصاد د ګمرکي تعرفې د اغېزې په اړه څېړنيز راپورونه وړاندي کړل.

د تجارتي شراکت په نوم د امريکا يو تجارتي مشارکت شرکت يو څېړنيز راپور خپور کړ چې له مخې يې د امريکا حکومت د دوو سوو مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د چيني صادراتو ګمرکي تعرفې له لس سلنې څخه پنځه ويشت سلنې ته لوړې کړې چې له امله به يې د روان کال تر نومبر پورې په امريکا کې د کار او استخدام يو مليون فرصتونه کم شي او د امريکايانو منځنی کورنی لګښت به ۷۶۷ امريکايي ډالره لوړ شي.

له دې امله چې امريکا د چين په شمول له څو هېوادونو سره تجارتي اصطکاک ته مخه کړې، نو دغو هېوادونو امريکا ته د سزا ورکولو په توګه د دغه هېواد پر صادراتو ګمرکي تعرفې لوړې کړې دي. د امريکا د کرنې وزارت د مې په لسمه نېټه يوه تازه شمېره خپره کړه چې له مخې يې د تجارتي حالت په ترينګلتيا سره د امريکا په دننه کې ګڼ شمېر زراعتي توليدات او څاروي بهرنيو هېوادونو ته نه شي صادرېدای. برسيره پر دې، تېر کال د امريکا په مالي او سوداګريز و چارو کې کسرونه ډېر زيات شوي دي.

چين د امريکا لخوا د ترسره شوی تجارتي اصطکاک په اړه هم ځواب ورکړ او اعلان يې وکړ چې د روان کال د راتلونکي جون له لومړۍ نېټې څخه به د شپېتو مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د امريکا په صادراتو کې پر ځينو توليداتو ګمرکي تعرفې بيا لوړې کړي، د تعرفو د لوړوالي کچې يې په جلا جلا توګه پنځه ويشت، شل او لس سلنه دي. پر هغو توليداتو چې مخکې يې ګمرکي تعرفې پنځه سلنه لوړې شوې وي، پنځه سلنه به نورې هم لوړې شي. د چين د دولتي شورا د ګمرکي تعرفې کمېټې وويل، چين پر امريکايي صادراتو تعرفې زياتول د امريکا يواړخيزم او د سوداګرۍ ساتنې غوښتنې ته ځواب دی. چين هيله لري چې امريکا بېرته د دواړو خواوو ترمنځ د اقتصاد او سوداګرۍ د مشورې سمې لارې ته راستون شي او له چين سره پر يو لوري روان شي او د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ د منلو وړ او مناسب تړون لاسليک کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای