CRI Online

د اسيايي تمدنونو نندارتون په بېجينګ کې تر سره کيږي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-15 17:49:01

د ښکلې اسيا تر عنوان لاندې د اسيايي تمدنونو نندارتون د اسيايي تمدنونو ديالوګ کنفرانس د يو مهم هنري فعاليت په توګه د مې په ۱۳مه نېټه د بېجينګ په دولتي موزيم کې پرانيستل شو. د مالوماتو له مخې، د اسيا د ۴۷ هېوادونو، د دوو لرغونو تمدنونو لرونکو هېودونو په حيث د يونان او مصر د څه دپاسه څلور سوو ګروپونو تاريخي اثار په نندارتون کې ښودل کيږي.

اسيا د لمر د څرک ځای مانا لري. اسيا په ټوله نړۍ کې تر ټولو لويه وچه ده او تر ټولو زيات نفوس او قومونه لري، د انسانانو د لرغونو تمدنونو د رامنځته کېدلو مهم ځای هم دی، دغه راز د Mesopotamia culture ميسوپوتاميا کولتور، د هندي سيند او د چيني ملت کلتورونه ټول په اسيا کې رامنځته شوي دي.

په ياد نندارتون کې د څو اړخيزو تمدنونو د يو ځايښت او د لرغونې او اوسنۍ زمانې د نښلولو په عمده لارې په څلورو برخو ويشل کيږي. په نندارتون کې د څلور سوو ګروپونو تاريخي اثارو په وسيله د بېلا بېلو هېوادونو تاريخ او کولتورونه څرګنديږي. د چين د تاريخي اثارو ادارې مرستيال ګوان چيانګ وويل، په دغه نندارتون کې به تاريخي اثارو له لارې د بېلا بېلو هېوادونو د تمدنونو په هکله کيسې خپرې شي او د اسيايي هېوادونو تر منځ د تګ راتګ او همغږۍ لپاره پل به جوړ شي.

په مدني ساحه کې د اسيايي لويې کورنۍ د همکارۍ لپاره مو د ټولې اسيا بېلا بېلو هېوادونو ته بلنې ورکړې. د اسيا تمدنونه به د دې نندارتون په وسيله ټولې نړۍ ته وښودل شي او په اسيا کې د اوږد تاريخ، د مختلفو کولتورونو ګډولو او ګډې پرمختيا په هکله مدني ځانګړتياوې څرګنديږي.

اسيا د انسانانو د تمدنونو د رامنځ ته کولو مهم ځای دی او په دغه نندارتون کې د اسيايي هېوادونو د خلکو تر منځ د تګ راتګ او په سوله کې د ګډ ژوند تاريخ او کولتورونه ښکاره کيږي. د کمبوديا د ساهي حکومت د کولتوري او هنري چارو څانګې دولتي سکرټر فويورن چونچ وويل، د دغه نندارتون د پرانيستلو مراسم د کمبوديا په تاريخ کې يوه مهمه موقع ده، ځکه چې زموږ هېواد په دولتي تاريخي موزيم کې لس ارزښتناک تاريخي اثار د چين په موزيم کې نندارې ته وړاندې کيږي. موږ په وياړ سره د چين په شمول د اسيا له نورو هېوادونو سره د کمبوديا د لرغونې زمانې تمدنونو ښودنه کوو چې دا د اسيايي هېوادونو تر منځ يووالی څرګندوي.

په دغه نندارتون کې سينګاپور يوه سيراميکي کاسه هم ښودل کيږي چې د چين او سينګاپور تر منځ کولتوري تګ راتګ څرګندوي. د دغه هېواد د اسيايي تمدنونو موزيم مشر چن وې ژن وويل، دا ځل مو د چين د چينګ په امپراطورۍ لړۍ کې توليد شوې سيراميک وړلی چې د بيړيو په وسيله سينګاپور او ماليزيا ته ليږدول شوی. دغه کوچنې کاسه د ډوډۍ خوړلو مخکې د لاسو مينځلو لپاره وه. تاسې يې په جدې توګه ګورئ چې پر کاسې باندې دوديز چينايي انځورونه شته.

په دغه نندارتون کې په دوديزه توګه د تاريخي اثارو ښودنه کيږي او د عصري فلمونو د هنر په وسيله هم د اسيا په بېلا بېلو هېوادونو کې استازيتوب لرونکي کولتوري ميراثونه او مشهورې کولتوري منظرې ښودل کيږي.، دغه راز د فلمونو، برېښنايي پردې په شمول د عصري تخنيکونو په وسيله نندارچيانو ته د اسيا د ۱۳ هېوادونو نژدې ۶۰ تاريخي اثارو نندارې وړاندې کيږي. دغه نندارتون به د اګست تر يوولسمې نيټې پورې دوام ولري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای