د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمیټې د سیاسي بیورو غړي او د مرکزي کمیټې د مطبوعاتو څانګې مشر هوانګ کون مینګ د روانې میاشتې د ۱۵ نیټې په ماسپښین په بیجینګ کې د اسایي هیوادونو د حکومتوالي تجربو د تبادلې په فورم کې وینا وکړه. هغه دا وویل چې باید د ګډ پرمختګ او اسیایي مدنیت د انکشاف په موخه د مدنیت تبادلې او متقابلې زده کړې پیاوړی کړو، د اسیا د ګډ برخلیک ټولنه جوړه کړو او د اسیایي هیوادونو د حکومتوالي تجربې یو له بل سره شریکې کړو.
هغه وویل چې د اسیایي تمدنونو د دیالوګ کنفرانس د پیل په مراسمو کې د رئیس شي جین پینګ په مهمه وینا کې د سولې، کرارۍ، ګډې سمسورتیا او ورخلاصون اسیا په اړه ښکلی بڼه یاده شوې ده. د اسیایي مدنیتونو د تبادلو او متقابلو زده کړو په اړه ۴ فقره ییز وړاندیز شوی چې پکې د اسیا د ګډ برخلیک ټولنې او د بشر د ګډ برخلیک ټولنې د ابادۍ لپاره د چین هوښیاري وړاندې شوې ده. د اسیایي هیوادونو د حکومتوالي د پرمخبیولو او د ګډې سمسورتیا لپاره هڅونه هم شوې ده.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |