CRI Online

د غلا کولو په اړه د امريکا خبرې ځان غولوونکې دي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-15 22:01:00

په دې وروستيو ورځو کې د امريکا يو شمېر سياستوالو ويلي چې امريکا د پيسو يو لوښی دی او د چين په ګډون ټول هېوادونه ترې پيسې غلا کوي. په دغې وينا کې نه يوازې اصلي اقتصادي پوهه شتون نه لري، بلکې د ډان کويجوټي ( Don Quijote ) په شان امريکا ځان غولوي.

د بازار قواعد ښيي چې پيرودونکي او پلورونکي غواړي يو تړون رامنځته کړي او تجارت بايد په دوه اړخيز ډول ګټور وي. دا د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ لپاره ريښتينی لږری دی. له څو کلونو راهيسې چين او امريکا يو له بل سره د مرستې کولو او د دوه اړخيزو تبادلو له لارې د اقتصادي او صنعتي جوړښت پرمختګ ته وده ورکړي چې سترې اقتصادي ګټې يې ترلاسه کړې دي. د بېلګې په توګه، چين له امريکا څخه د ډېرو ميخانيکي برېښنايي توليداتو او زراعتي محصولاتو د واردولو له لارې، د عرضې وړ ظرفيت نشتوالي ته ګوري او د پيرودونکو انتخاب غوره کوي. له بلې خوا امريکا د نړيوالې پانګونې او د مارکيټ پراختيا لپاره فرصتونه ترلاسه کوي او په دې سره د خپل د دې هېواد اقتصادي ودې، د مصرفوونکو ګټو او د خپل هېواد اقتصادي جوړښت پرمختيا ته وده ورکوي، خو امريکا پر دې ټولو سترګې پټوي او پر چين بې ځايه نيوکې کوي چې د امريکا ټېکنالوژي، کاري فرصتونه او پانګې يې "غلا" کړي دي، خو دا دې نه هيروي چې که دروغ زر ځله تکرار شي ، خو بيا هم دروغ دي او دروغ ريښتيا کېدای نشي.

يوه شمېره ښيي چې امريکا په تېرو څو کلونو کې له چيني بازار څخه سترې ګټې تر لاسه کړي. د مثال په توګه په ۲۰۱۷ کال کې امريکا ته ورکړل شوی د پوهنې ملکيت حق د استعمالولو فيس ۷ مليارډو ۱۳۰ مليونو امريکايي ډالرو ته رسيدلی چې په دې کې د چين له خوا ورکړل شوي د پوهنې ملکيت حق د کارولو فيسونه ۲۵ سلنه جوړوي. اوس په چين کې د امريکايي تصديو د خرڅلاو کلنی عايد ۷۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلی او ګټې يې له ۵۰ مليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتې دي. له ۲۰۰۸ کال څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې چين ته د امريکا د صادراتي توکو انډول ۸۶ سلنې ته رسيدلي، خو د نړۍ نورو بازارونو ته د امريکا د صادراتي توکو انډول يوازې ۲۱ سلنه زيات شوی دی.

د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د تېرو ۴۰ کلونو سترې لاسته راوړنې د غلا کولو پر بنسټ ندي، بلکې د چينايانو د نوښت، مبارزې او يووالي د روحيې تر لارښوونې لاندې تر لاسه شوې دي. د امريکا ياده وينا نړۍ نشي خطا کولی او نه هم د چين د پرمختګ بهير مخه نيولی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای