CRI Online

شي جین پینګ د اسیا په کلتوري مېله کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-05-15 22:12:25
شي جین پینګ د اسیا په کلتوري مېله کې ګډون وکړ

د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د روانې میاشتې د ۱۵ نیټې په شپه د اسیایي تمدنونو ډیالوګ کنفرانس ترڅنګ د اسیا په کلتوري مېله کې ګډون وکړ. نوموړي د دغې مېلې د پیل په مراسمو کې وویل چې د اسیا بیلابیل هیوادونه ځلانده او لرغوني کلتورونه لري، چې بېلابیلې ځانګړتیاوې لري او په ګډ ژوند کې ترې همغږي او ښکلا ښکاري. د اسیایي تمدنونو رنګارنګوالی اسیايي کلتور ته ښکلي رنګونه او پیاوړی قوت ورکوي. نن شپه به د اسیا کلتوري ګلان نورهم هسک وي او کلتورونه به یې له بیلابیلو قومونو سره زړونه او فکرونه وتړي او د نړۍ پرمخ به یوه په زړه پورې له انرژي څخه ډکه سوله ییزه او انکشافي اسیا وښیي. چینایان په صادقانه توګه هیله لري چې اسیایي هیوادونه به یو بل سره مرستې وکړي او د اسیا او نړۍ د لاښکلي راتلونکي لپاره به ګډ کوښښونه وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای