CRI Online

تبصره: امريکا د نړۍ د کسرونو جوړونکی دی

cri     (GMT+08:00) 2019-05-20 20:21:03

امريکا په دې لګيا ده چې د واقعيت په تحريفولو سره پر نورو هېوادونو نيوکې کوي. په تېرو څو ورځو کې يې دغه کړنه سخته شوې ده.

امريکا د نړيوالو تړونونو په پرتله خپلې ګټې لوړې ګڼي او څواړخيز نظام او نړيوالو قواعدو ته زيانونه رسوي چې له دې امله په نړۍ کې د ادارې کسر سخت شوی دی. دغه راز، امريکا د خپلو قوتونو په ښودلو سره نورو هېوادونو ته ګواښونه کوي. مثلاً، امريکا د م م له موافقې پرته په سوريه کې ځواکونه ځای پر ځای کړي، د ايران پرضد يې د فارس خليج قلمرو ته ځواکونه لېږلي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې يې د بيړيو او الوتکو د حرکت د تش په نامه ازادۍ په پلمه ناوړه عملونه کړي او په ټوله نړۍ کې يې بشري مصيبتونه جوړ کړي چې له امله يې په نړۍ کې د سولې کسر سخت شوی دی. تر اوسه پورې د امريکا پوځي لګښتونه له ۶۰۰ مليارډو امريکايې ډالرو څخه زيات شوي او په ۲۰۲۰ م کال کې به د دغه هېواد پوځي بوديجه ۷۵۰ مليارډو ډالرو ته ورسېږي چې دغه رقم په ټولو پرمختلليو هېوادونو کې ډېر زيات دی. نو په دې اساس د امريکا پخواني ولسمشر جيمي کارټر څو ورځې مخکې دې ته اشاره وکړه چې امريکا د نړۍ په تاريخ کې ډېر جنګ خوښوونکی هېواد دی.

دغه راز، امريکا د اقتصاد، ساينس او تخنيک په برخو کې د خپلې بر لاسۍ د ساتلو په هکله د تعرفې د کوتکونو په استفادې سره له عمده سوداګريزو ملګرو سره مقابلې کوي چې له دې امله د نړۍ د پرمختګ کسر سخت شوی دی. ويل کېږي چې د امريکا يادې کړنې نه يوازې د تاريخ له څپو څخه سرغړونه ده، بلکې د نړۍ د پرمختيايي څپو او ولسي اميدونو پر خلاف عملونه دي چې د اوسنۍ نړۍ د ناارامۍ سبب ګرځي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای