CRI Online

تبصره: د امريکا هغه موخه به ناکامه شي چې د تخنيکي برلاسۍ له لارې پر چين باندې بريد کول غواړي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-22 18:24:01

پر هوا وې شرکت باندې د بنديز لګولو له بيانولو وروسته امريکا په تېرو څو ورځو کې د چين د شنجن د دا جيانګ د نوښت پر شرکت تشه نيوکه کړې ده چې د دغه شرکت لخوا توليدې شوي بې پيلوټه الوتکې پټ معلومات خطرونه لري او د هيکويشن په نامه د چين د پټو کمرو د توليدي شرکت ته يې ګواښ پېښ کړی چې په راتلونکو څو اوونيو کې به فيصله وکړي چې په تور لېست کې د دغه شرکت نوم شامل شي او که نه ، څو له امريکايي تصديو څخه د دغه شرکت د تخنيکونو پر اخيستلو باندې بنديز ولګوي. مخکې تردې څو امريکايي سياستوالو تبليغات کړي چې هغه عمل به د امريکا ملي امنيت ته ګواښ ولري چې د چين د CRRC شرکت د نيويارک د نوي مترو د ډيزاين په سيالۍ کې بريالۍ شو، او غوښتنه يې کړې چې په دې مناسبت بايد تحقيقات وشي.

د هوا وې، دا جيانګ، CRRC او هيکويشن په شمول مخکښي چيني تصدۍ د چين د تصديو استازې او نمونې دي. دوی د ښه کيفيت لرونکو توليداتو، تخنيکونو او مناسبو نرخونو له امله د نړيوالو بازارونو لخوا منل شوي دي. د دغو شرکتونو د توليداتو امنيتي کيفيت هم د امريکا په شمول د ګڼ شمېر هېوادونو له جدي پلټنو څخه بريالي وتلي دي.

د امريکا د ځېنو لېونيو سياستوالو عمل د امريکا د ځېنو استعداد لرونکو کسانو د ناخوښۍ سبب ګرځيدلی. د امريکا مشهور اقتصادپوه جيفري ساچس دې ته اشاره وکړه چې د چين يوازېنۍ تېروتنه دا ده چې ۱مليارډ او ۴۰۰ مليونه نفوس لري. که دغه شان پېښه د کوريا په جمهوريت کې رامنځته شي چې نفوس يې يوازې ۵۰ مليونه دي، امريکا به د دې ستاينه وکړي چې دا د پرمختګ په تاريخ کې يوه بريالۍ کيسه ده. رښتيا ده چې چين يو لوی هېواد دی او د امريکا بر لاسۍ ته ګواښ لري.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای