د سينهوا اژانس د خبر له مخې د افغانستان د ملي ائتلاف رئيس او د دې هېواد اجرايه رئيس عبدالله عبدالله په کابل کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د بهرنيو اړيکو څانګې د مرستيال مسئول وانګ يا جون په مشرۍ د دې ګوند له پلاوي سره وکتل.
وانګ يا جون وويل چې د چين د کمونېست ګوند غواړي چې د افغانستان له بېلا بېلو ګوندونو سره د نظريو تبادلې پياوړې کړي تر څو د چين او افغانستان ترمنځ اړيکې په پر له پسې توګه پرمختګ وکړي. عبدالله عبدالله وويل چې افغان حکومت او بېلا بېل سياسي ګوندونه تمه لري چې له چين سره رښتينې همکارۍ پراخې کړي تر څو افغانان ترې ګټې واخلي.
وانګ يا جون د خپل سفر په موده کې د دې هېواد د ولسمشر له دوهم مرستيال محمدسرور دانش،د بهرنيو چارو له وزير صلاح الدين رباني او د دې هېواد له پخواني صدراعظم ګلبدين حکمتيار سره هم وکتل او د افغانستان د سرې مياشتې ټولنې ته د چين د سولې او پرمختګ صندوق د مالونو ورکولو په مراسمو کې يې ګډون وکړ.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |